امریکا او ملاتړو یې په سوریه او عراق کې ۱۳۰۰ ملکي خلک په قصدي توګه وژلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

امریکا او ملاتړو یې په سوریه او عراق کې ۱۳۰۰ ملکي خلک په قصدي توګه وژلي

امریکا او ملاتړو یې منلې، چې له داعش او نورو ډلو سره په سوریه او عراق کې د جګړې په حالت کې ۱۳۰۰ ملکي خلک وژل شوي دي.

د ﺍﻟﻤﯿﺎﺩﯾﻦ په حواله چې امریکا او ملاتړو هیوانو یې د شنبې په ورځ اعتراف کړی چې په سوریه او عراق کې د ۲۰۱۴ د اګست میاشتې راپدې خوا د دوی عملیات د دې باعث شوي چې ۱۳۰۰ ملکي خلک پکې ووژل شي.

د داعش ډلې په ضد په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د ۲۰۱۴ د اکست راپدې خوا تر ننه پورې ۳۴ زره حملې شوي، چې د یادو حملو د څار ډلې د معلوماتو په اساس “په قصدې توګه” پکې ۱۳۰۰ ملکي خلک وژل شوي دي.

دا بیانیه پداسې حال کې خپریږي چې د برتانیا حقوقي سازمان ”ایرورز“ د امریکا او ملاتړو په حملو کې د وژل شویو شمیر تر ۳۰ زرو پورته شمیرلی، چې یواځې په سوریه کې تر زرو پورې وژل شوي ماشومان پکې یاد شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د سوریې د بهرنیو چارو وزارت څو ځلې د امنیت شورا او ملل متحد ته د دې وژنو په اړه شکایت کړی او د امریکا او ملاتړو لخوا یې د ملکي خلکو وژنې غندلي، خو هغوی تر اوسه پورې پدې خبره غوږ ندی ګرولی.

الیاس الماس

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *