له استرالیا سره د افغانستان د کرکټ پر لوبې څو لنډې خبرې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه لوبې او روغتيا

له استرالیا سره د افغانستان د کرکټ پر لوبې څو لنډې خبرې

جعفر هاند

افغان لوبغاړو ته بیا هم کریډت ورکول کیږي چې نسبتآ ښه بېټېنګ یې وکړ او له سخت حالت څخه یې خبره ٢٠٧ ته ورسوله.

هغه ویره، ډار او فشار چې موجود وو، ختم شول. ومنئ چې را روانو لوبو کې به دا لوبډله تر دې هم ‌‌‌‌‌‌ډېره ښه وي.

خو باید اوپنېنګ داسې پيل ونلري، خبره له هماغه سره خرابه شوه. له ‌‌‌‌‌‌ډېر خراب اوپنېنګ وروسته د مډل ار‌‌‌‌‌‌ډر بېتسمینانو او ټېلېنډرانو ریکوري ثابته کړه چې افغانستان د ښه بېټېنګ وړتیا لري، خو صبر، زغم او تخنیک غواړي.

ښه او مجرب لوبغاړي د حالاتو جاج اخلي، حالاتو سره ځان عیاروي او هماغسې لوبه کوي.

که تاسو لیدلی وي ګلبدین او نجیب په یو اور کې اوټ شول، هغه حالت کې او بیا په شارټ پيچ باندې غیر ضروري شارټ وهل، زموږ د لوبغاړو بې تجربه ګي او بې حوصله توب ښيي.

د شارټ پيچ له لوبولو سره ‌‌‌‌‌‌ډېر لوبغاړي ستونزه لري.

د نجیب لوبول ښه پرېکړه وه، په ټيم کې باید د دغه هلک ځای پوخ شي.

افغانستان باید ټول اورونه پوره لوبولي وای، ١٢ اورونه پاتې شول،که پوره یې لوبولي وای، دوې ګټې کېدې: ٤٠-٥٠ نور زیات رنزونه کېدل او افغانستان به بیا هم ثابتوله چې سترې لوبې کولی او سخت حالت کنترولولی شي.

داسې ښکاري چې مجیب د لوبډلې توقع پوره کولی نشي، بنآ هڅه دې وشي چې نورو لوبو کې دې د هغه پر ځای یو بل بیتسمین ته ځای ورکړل شي.

نور علي، اصغر او سمیع شته. ښايي سمیع ښه انتخاب وي، که ضرورت و باولېنګ هم کولی شي او مډل ار‌‌‌‌‌‌ډر به هم ورسره قوي شي. که اوپنېنګ بدلوي هم یو انتخاب دی، خو زه ورسره موافق نه یم.

حضرت دې پرېښودل شي چې څو نورې لوبې هم وکړي. هغه له شارټ پېچ او اوټ سایډ اف سټمپ بالونو سره ستونزې لري، ورته دې توصیه وشي چې نه دې یې وهي.

حمید، دولت او ورسره ګلبدین زموږ د فسټ باولېنګ ضرورت تر ‌‌‌‌‌‌ډېره پوره کولی شي.

د حمید حسن غوندې بالر به بیا پيدا نکړو؟ شهزاد هم کېپېنګ کې ښه نه و.

په هر حال افغانستان زما په نظر ښه و خو تر دې هم ښه کېدای شي. تاسو ته دې وویل شي چې پرون پاکستان په ١٠٨ او نن سریلانکا په ١٣٦ رنزونو اوټ شوي او پر ویسټ انډیز او نیوزلنډ یې وبایللې.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *