مجید قرار؛ د ولسمشر سرسختی ملاتړی ولې په (ډېجېټل منتقد) بدل شو؟ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

مجید قرار؛ د ولسمشر سرسختی ملاتړی ولې په (ډېجېټل منتقد) بدل شو؟

لیکوال: ضمیر ساپی

مجید قرار له نن نه شاوخوا پنځه کاله وړاندې د ولسمشر اشرف غني دومره سر سختی ملاتړی و چې په ۲۰۱۴م کال کې یې پر ټولنیزو رسنیو د ولسمشر په ملاتړ هره ورځ تر لسو ډېر پوسټونه کول.

قرار د ۲۰۱۴م کال ولسمشریزو ټاکنو پر مهال له اوسني ولسمشر سمه سپېڅلې فرښته جوړه کړې وه او پر فېسبوک يې ورته د افراط تر کچې کمپاین وکړ، له خپلو خوږو ملګرو سره یې د ولسمشر غني پر سر لفظي شخړې وکړې او پر فېسبوک یې بلاک کړل، په ورته وخت کې یې په همدې کال کې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي پر خلاف هر څه ویل، ځکه د هغه دوره په ختمېدو وه او نور ترې هېڅ ګټه نه‌ اخېستل کېده.

همدا قرار دوه میاشتې وړاندې پورې د ولسمشر غني سرسختی ملاتړی او مشهور مینه‌وال و او په همدې ملاتړي خلکو هم پېژنده، خو یو دم په‌کې ۱۸۰ درجې تغیر راغی، ځکه له یوې خوا یې د مسلک خلاف دنده له لاسه په وتو ده او بله دا چې لکه د مخکیني ولسمشر حامد کرزي په څېر د اشرف غني دوره هم په ختمېدو ده او نوره ګټه ترې نه اخېستل کېږي.

د ولسمشر غني دا ډېجېټل منتقد چې د عصمت قانع په څېر نن په حکومت کې د اصلاحاتو او سمون په اړه پر ولسمشر سختې معقولې او غیر معقولې نیوکې کوي، له پیله تر پایه یې د خپل مسلک خلاف دندې تر سره کړي.

مجید قرار لومړنۍ زده‌کړې په دیني مدرسه کې کړي، بیا د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي فارغ شوی او ماسټري یې هم د پاکستان له نړیوال اسلامي پوهنتنون-اسلام‌اباد څخه د عربي ژبې په ادبیاتو کې تر لاسه کړې، خو کړې دندې يې له مسلک سره هېڅ اړخ نه‌لګوي.

که د مجید قرار له نورو دندو راتېر شو، هغه د حامد کرزي دورې پر مهال د کرنې وزارت ویاند و او اوس‌مهال په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د کلتوري اتشې په حیث کار کوي چې دواړه دندې يې د مسلک خلاف دي.

د هغه د دندو بېلګې مې ځکه دلته ذکر کړې چې قرار پر ولسمشر د سمون او اصلاح په اړه نیوکې کوي، خو کله چې یې خبره خپل ځان ته راورسېږي دا احساس یې مړ شي، ځکه ډېپلوماټيک او په امریکا کې په لوړ امتیاز له اسانتیاوو ډک ژوند له دا ډول احساس ډېر خوند لري.

ځینې وايي، ولسمشر غني باید د قرار په څېر وړ او بااستعداده ځوان له لاسه نه وای ورکړي، خو اصلي خبره دا ده چې قرار د ماهي په څېر دی، هرې خواته چې يې مړۍ برابره شي پر همغه لور وردرومي او غني قرار له لاسه نه‌دی ورکړی، بلکې هغه په خپله خپل مسیر بدل کړ.

ولسمشر غني دا دی څلور یا پنځه کاله خو یې په یوه مهم سفارت کې ډېپلوماټ مقرر کړی و. دویمه ماسټري یې هم د همدې دندې له برکته تر لاسه کړه، خو په پای کې چې خپل مسیر بدلوي خپله ستونزه یې ده او پړه یې باید پر ولسمشر غني وا نه ‌چول شي.

قرار دې پر ولسمشر غني معقولې نیوکې وکړي، حق یې دی، خو له ده سره کړی احسان دې یې باید هم هېر نه‌کړي.کله چې دی ډېپلوماټ و د ولسمشر غني پنځه کلن حکومت سم روان و، نه په اصلاحاتو کې ستونزه وه، نه د وزیرانو او نورو چارواکیو په ټاکنه کې او نه په کومه بله اداره کې، خو په دې دوه میاشتو کې څنګه هر څه د سمون او اصلاح له دایرې ووتل ؟
ښکاره خبره ده چې د مجید قرار په اوړو کې شګې دي. هغه لکه د مخکېني ولسمشر په څېر د اشرف غني په خورجینه کې يې لاس ووهه، کوم څه یې په‌کې پیدا نه‌کړل او له پنځه کلنۍ مزو او چړچو وروسته یې پرې نیوکې پیل کړې.

دا به وروسته مالومه شي چې قرار د چا لمن نیسي. ډېر گمان داسې دی چې د اتمر لمن ته ځان ور واچوي، خو دا لکه د لمر ښکاره خبره ده چې قرار یوازې د شخصي غرض له مخې پر غني نیوکې کوي، په داسې حال چې عبدالله او اتمر هم د دې حکومت بنسټگران دي او له هغوی سره د قرار یو ځای کېدل به هم په هېڅ ډول د توجیې وړ نه‌وي.

بله دا چې مجید قرار د شخصي هدف (ماسټري، امتیاز، په امریکا کې ارامه ډېپلوماټیک ژوند…) پوره کولو لپاره دنده تر سره کوله. که دی اوس په حکومت کې د اصلاحاتو او سمون غوښتنه کوي، له لومړۍ ورځې یې باید د خپل مسلک خلاف دنده نه وای تر سره کړې.

که د سمون او اصلاح خبره شي، مجید قرار باید د کلتوري اشتې پر ځای چېرته په کوم پوهنتون کې د عربي استاد وای او یا یې په کابل کې چېرته دارالترجمه پرانېستې وای، خو هغه په سفارت کې هم دنده د خدمت کولو په موخه نه، بلکې د خپل شخصي موخو لپاره ترسره کړه.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *