د ارګ راسپوتین؟ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

د ارګ راسپوتین؟

د ارګ د فحشا د ترویج رسوايي د جهان په سطح یو له هغو خبرونو څخه دی چي هر رشتین افغان يې زهېرولی او شرمولی دی. د ارګ دا راز اخلاقي سقوط واقعا بې سابقې دی. ارګ په خپل تاریخ کي زیاتي ناخوالي، قتلونه، او شرمونه ګاللي دي، خو د اشرف غني د زمانې په شان هیڅکله نه وو شرمېدلی.

له هغه وخته راهیسي چي جنرال احمدزي او مېرمن وردګ پر ارګ باندي د فحشا د ترویج الزامونه لګولي دي، اوس دې تورونو زور کړی دی. او حتی د اجراییه ریس ډاکټر عبدالله يې هم د بې طرفه تحقیق مطالبه وکړه.

خو د غني پلویان اوس هم د دې پر ځای چي سکوت اختیار کړي، او دا تاریخي وقاحت تقبیح کړي،‌ هغوی مدام پر هغو خلګو نامردانه حملې کوي چي د ارګ دا اخلاقي سقوط يې رسوا کړ. د غني پلویان باور لري چي د هغوی پوچ او رد به خلګ وډاروي، او سکوت ته به يې مجبوره کړي. خو د هغوی دا هڅه بې ګټي ده.

اوس سوال دا دی چي د ارګ د اخلاقي سقوط اصلي عامل او ګناهکار څوک دی؟ په بل عبارت، د ارګ راسپوتین څوک دی؟ د ارګ ملاُ لنډی څوک دی؟

د روسیې په تاریخ کي راغلي دي چي د سلطنت د سقوط یو سبب راسپوتین وو. هغه نه یوازي د روسیې د سلطنت په فساد کي نقش لاره، بلکي د فحشا په ترویج کي یې هم لاس لاره.

زما کلک باور دا دی چي د غني په سقوط کي به همدا رسوايي ټاکونکی رول ولري.

د امریکا د موسیقي مشهوره ګروه بونیي ایم (Boney M) د راسپوتین په باره کي یوه سندره جوړه کړې وه. د دې سندري ځیني بیتونه دا ډول دي:

په روسیې کي ډېر پخوا یوه سړي ژوند کاوه،
هغه جګ، لوړ، او غښتلی وو، او په سترګو کي يې سرې لمبې وې
اکثره خلګ ترې ډارېدل، او په لیدو به يې رپېدل
خو د مسکو د ښکلو لپاره،‌ هغه ښکلی او جذاب وو.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *