نیویارک ټایمز: په تیره اونۍ کې ۱۳۴عسکر وژل شوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

نیویارک ټایمز: په تیره اونۍ کې ۱۳۴عسکر وژل شوي

په دې وروستیو کې د ملکي مرګ ژوبلې ترڅنګ د عسکرو او پولیسو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده

د نیویارک ټایمز د یو تازه راپور له مخې چې په تیره اونۍ کې د لسګونه ملکي کسانو برسیره ۱۳۴ تنه عسکر وژل شوي دي

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې چې له دې پولیسو څخه یې زیاتو د غور او بادغیس په ولایتونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

د لسګونه امنیتي ځواکونو د وژل کیدو ترڅنګ په تیره هفته کې ۴۷ ملکي کسان هم وژل شوي دي

د ملکي کسانو مرګ ژوبله ډیری وخت د شپنیو عملیاتو او ګډو ځواکونو د بمبارد پر مهال رامنځته کیږي

نیویارک ټایمز وایي، چې په افغانستان کې د روان کال تر ټولو خونړۍ اونۍ همدا وه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *