چټك توپ اچونکی افتاب عالم وپیژنئ! – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه لوبې او روغتيا

چټك توپ اچونکی افتاب عالم وپیژنئ! – افغان وطن

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي له مخکښانو او چټک توپ اچوونکو څخه یو هم افتاب عالم دی، چې د خپل استعداد پر مټ یې زیات مینوال ځان ته موندلي او د دې تر څنګ د افغانستان د ملي لوبډلي لپاره هم ښه ثابت شوی او هم ښې لاسته راوړني لري.

افتاب عالم تیر کال د اسیا جام په سیالیو کې د دولت ځدارن په نشتون کې د افغانستان د ملي لوبډلې د چټکې توپ اچوونې برخه ډیره ښه تنظیم کړه او له هغه وروسته په پرلپسې توګه ښه لوبېدلی دی.

افتاب عالم خان د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د ۱۹۹۲ کال د نومبر میاشتې پر ۳۰ نېټه زېږېدلی دی.

دغه ښی لاسي مېډم فاسټ یا منځنی چټک توپ اچوونکي خپل کرکټ د افغانستان له ۱۵ کلنې لوبډلې څخه راپيل کړ، چې وروسته د افغانستان لپاره په ۲۰۱۰ کال کې د ځوانانو په نړیوال جام کې ولوبېد، چې د خپلې لوبډلې لپاره په ۱۲ ویکټو مخکښ توپ اچوونکی وو.

افتاب له لنډ وخت وروسته د افغانستان لپاره خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه په همدغه ۲۰۱۰ کال کې د کاناډا خلاف تر سره کړه، چې له هغې دوه کاله وروسته یې خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه د ایرلینډ خلاف په ۲۰۱۲ کال کې د مارچ پر ۲۴مه نېټه ترسره کړه.

د ۲۰۱۸ کال په جولای میاشت کښي هغه دغازي امان الله خان یو ورځنیو لوبو په تورنمینټ کښي د سپین غر لپاره ولوبېد او په لس ویکیټو سره د خپلي لوبډلي مخکښ توپ اچوونکی وو.

افتاب د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر په لومړي پړاو اې پي ایل (APL) سېالیو کې د بلخ لوبډلې واخیست او اوس د پیلېدونکي نړیوال جام لپاره په افغان ملي لوبډله کښي غوره شوی دی.

افتاب په یو ورځنیو لوبو کې:
توپ اچوونه:
افتاب عالم تر دې مهاله په ۲۴ یو ورځنیو لوبو کې لوبیدلی، چې په کې یې ۳۷ ویکیټي ترلاسه کړي، چې د منډو ورکولو اوسط یې ۴.۸۱ او په یوه لوبه کې د ۲۵ منډو په ورکولو سره د ۴ لوبغاړو سوځول د هغه بهترینه لوبه ده.

توپ وهنه:
تر دې مهاله افتاب عالم په ۲۴ یو ورځنیو لوبو کې برخه اخيستې، چې ټول ټال یې ۶۶ منډې جوړې کړي او په یوه لوبه کې یې تر ټولو زیاتې منډې ۱۶ دي.

افتاب په شل اوریزو لوبو کې:
۲۶ کلن افغان چټک توپ اچوونکي عالم په ۱۲ لوبو کې برخه اخيستې ده، چې په کې یې ۱۱ ویکیټي ترلاسه کړي دي او د منډو ورکولو اوسط یې ۷.۹۳ ، چې په یوه لوبه کې یې بهترینه توپ اچوونه د ۲۳ منډو په ورکولو د ۲ لوبغاړو سوځول دي.

باید وویل شي، چې افتاب د سږ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام لپاره په افغان لوبډله کې د چټک توپ اچوونکي په توګه غوره شوی، چې دا په نوموړي باندي د زیات اعتماد ښکارندويي کوي او دی به هڅه وکړي، چې دا باور پر ځای ثابت او خپله وړتیا ښکاره کړي.

که څه هم افتاب عالم خان په تیر اسیا جام کې په یوازي توګه وکولای شول، چې د چټکې توپ اچوونې برخه سمبال کړي؛ خو دا ځل ورسره دوه نور مخکښ ملګري دولت ځدران او حمید حسن هم شته، چې د هغوی په شتون کې به د نوموړي توپ اچوونه نوره هم ډاډه او پر ځان به یې باور نور هم زیات واوسي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *