ستر شخصيتونه او سترې کارنامې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

ستر شخصيتونه او سترې کارنامې – افغان وطن

ژباړه: عبدالصمد شاکر

عمر رضي الله عنه چې د جاهليت په وخت کې يې د خپل پلار خطاب وزې څرولې، پلار يې همېشه دی له خپل لاس لاندې ساته. په قوت او عزم کې د قريشو له منځنيو خلکو څخه وو، لږ شان امتياز يې هم نه لاره او همزولو يې هم هېڅ کوم امتياز نه ورکاوه.

هماغه عمر و، چې يو وار يې ګرده نړۍ خپل عظمت او صلاحيت ته حيرانه کړه، قيصر او کسرا يې له تاج او تخت نه بې برخې کړل او د داسې اسلامي حکومت بنسټ يې کېښود، چې يو مهال پر دغو دواړو لويو حکومتونو لاس بری و، د غوره تنظيم له مخې يې پر هغوی غوره والی لاره. تواضع، تقوا او عدالت خو يې لا پرېږده، چې په هغو کې خو ضرب المثل دی.

د وليد زوی خالد د قريشو په حوصله مندو ځوانانو کې يو وو، په خپل منځي شخړو کې يې شهرت پيدا کړی و، د قريشو سردار په قبايلي جنګونو کې ترې مرسته غوښته، په جزيرة العرب کې لا لوړ شهرت ته نه و رسېدلی، چې ناڅاپه الهي توره (سيف من سيوف الله ) شو، څه چې يې مخې ته ورتلل پرې کول يې، سيف الله خالد بن وليد (په خپله وايې، چې د موته د غزا په ورځ زما په لاس کې نهه توري ماتې شوې يوازې يمنۍ لنډکۍ توره وه چې ملګرتيا يې راسره وکړه. )

همدغه الهي توره د برېښنا په څېر په روم ور پرېوته او د تاريخ په اوږدو کې يې خپل يادونه پرېښودل.

د ابو عبيده رضي الله عنه د امانت او نرمۍ ستاينې کېدې، د مسلمانانو د کوچنيو لښکرو مشري يې کوله، هغه وګورئ چې د مسلمانانو د مشرۍ تر ټولو لوی بار پر غاړه اخلي او هرقل د شام له خړوب هيواد څخه د تل لپاره باسي او شړي.

هرقل چې د رخصتېدو پر وخت خپل هيواد ته ګوري او وايي: اې د شام هيواده! تا نه په رخصتېدو کې سلام، داسې سلام چې بيا به مو هېڅکله ليده کاته ونه شي.

عمر ابن العاص چې د قريشو له پوه او زيرکو خلکو څخه شمېرل کېده، قريش يې حبشې ته د سفير په حيث لېږي، چې مسلمان مهاجرين را ستانه کړي؛ خو دی په خپله پاتې کېږي، هغه وګورئ تر مصره سوبې کوي او د ډېر واک څښتن کېږي، په اسلامي تاريخ کې د مصر د فاتح په نامه شهرت پيدا کوي.

سعد بن ابې وقاص و، چې له اسلام مخکې د هغه په باب نه د کومې لويې پوځي مشرۍ معلومات شته او نه د کومې جنګي پوهې شهرت لري. هغه وګورئ د مداين کونجيانې تر لاسه کوي، ايران او عراق په اسلامي حکومت کې داخلوي او تل تر تله د عجمو د فاتح پر نامه يادېږي.

دا ابوذر، مقداد، ابوالدرداء، عمار بن ياسر، معاذ بن جبل او ابی بن کعب رضوان الله عليهم اجمعين دي، چې د اسلام د غوره نامه سمبالښت کوي او د نړۍ په نامتو زاهدانو او عزتمندو عالمانو کې شمېرل کېږي.

دا حضرت علي بن ابي طالب، حضرت عايشه، عبدالله ابن مسعود، زيد بن ثابت او عبدالله بن عباس رضي الله عنهم دي، چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مبارکه غېږ کې وغوړېدل او د نړۍ په لويو او نوماندو عالمانو کې وشمېرل شول، چې د علم او پوهې ويالې ترې بهېږي، حکمت يې پر ژبو جاري کېږي، بې تکليفه د رښتياني زړه او ژورې علمي پوهې خبرې کوي، چې د وخت ټول خلک يې په يوه غوږ اوري او پر وينا يې د نړۍ د مؤرخينو قلمونه په ليکلو شروع کوي، چې کومه کلمه ترې ضايع نه شي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دا لیکنه د علامه ابراهيم بن محمد بن حسين العلي الشبلي الجنيني، متوفی ۱۴۲۵هـ له کتاب “صحيح السيرة النبويه” څخه را ژباړل شوې.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *