ناټو د کابل په برید کې د څلور امریکایانو ټپي کیدل ومنل – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

ناټو د کابل په برید کې د څلور امریکایانو ټپي کیدل ومنل

نن سهار د کابل ښار نهمې حوزې د وزیرکلا په سیمه کې یو سرتیري بریدګر د امریکایي افسرانو د موټرو په قطار باندې موټر بم برید وکړ

د کورنیو چارو وزارت هم پیښه تائید کړه او زیاته یې کړه چې په برید کې څلور تنه ملکیان وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دي

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په برید کې امریکایي افسرانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه خاموشي وښودله خو په کابل کې د غوڅ ملاتړ ماموریت بي بي سي ته ویلي، چې د کابل د نن ورځې په موټر بم برید کې څلور امریکایي افسران ټپیان شوي دي

د برید مسؤلیت سمدلاسه وسلوالو طالبانو ومانه او د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږل شوي خبر کې وویل، چې برید د ”صدیق خوستوال“ په نوم د دوی یو تن ملګري ترسره کړی

مجاهد زیاته کړې، چې په دغه برید کې د امریکایي افسرانو دوه لنډکروزر موټر ویجاړ شوي او لس تنه نور لوړ پوړي امریکایان په کې وژل شوي دي

تیره ورځ هم کابل کې د مارشال فهیم د پوځي اکاډمي په شاګردانو سرتیری برید شوی وو او د کورنیو چارو وزارت په وینا شپږ تنه پکې وژل شوي وو او شپږ تنه نور یې ټپیان کړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *