داسې ښکاري چې ملا برادر د ډیرو خبرو نه، بلکې د عمل سړی دی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

داسې ښکاري چې ملا برادر د ډیرو خبرو نه، بلکې د عمل سړی دی

”ملا عبدالغني برادر وویل چې طالبان سولې ته ژمن دي، خو د سولې په لاره کې اصلي مانع اشغال دی. د هغه دا بیان واقعاً د نښې منځ وويشت. د افغانستان د مغلق او اوږده مشکل شیره یې په دوو لنډو جنلو کې بیان کړه. داسې ښکاري چې ملا عبدالغني برادر د ډیرو خبرو سړی نه دی، بلکې د عمل سړی دی.“

دا خبره تیره ورځ په واشنګټن کې میشت سیاسي تحلیلګر واحد فقیري زموږ له ویب پاڼې سره په مرکه کې وکړه

فقیري د ملا برادر اخوند په اړه زیاته کړه، چې د نوموړي له څیرې څخه مالومیږي چې یو متین شخصیت لري او د لوړې پوهې خاوند دی

نوموړي وړاندې د ملا برادر اخوند په اړه راته وویل چې: ”هغه د جنګ په میدانونو کې تربیه سوی، په مبارزو او جنګونو کې یې شخصیت صیقل سوی دی. ملا عبدالغني برادر د طالبانو ستر ستراتیژیسټ دی، او اوس د هغوی د کامیابې دیپلوماسۍ مخکښ او محوري څېره ده.“

د ښاغلي فقیري په خبره چې د دیپلوماسۍ په دې حساسه مرحله کې د ملا برادر اخوند حضور، پوهه او تجربه نهایت اهمیت لري

د یادونې وړ ده چې ملا عبدالغني برادر درې ورځې وړاندې د یو هیئت د مشر په توګه روسیې ته سفر وکړ چې په لومړي ځل نوموړی د نړۍوالو رسنیو پر مخ راښکاره شو او د نړۍ د رسنیو د خبرونو سرټکی وګرځېد.

ټگونه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *