د افغانستان او استرالیا ترمنځ د لوبې په اړه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه لوبې او روغتيا

د افغانستان او استرالیا ترمنځ د لوبې په اړه

جعفر هاند

افغانستان به په دغه نړیوال جام کې د یو ځوان کپتان په مشرۍ خو د ځینو مجربو او د نړۍ د اول نمبر بالر په موجودیت کې له آسترالیا سره مخامخ کیږي.

آسټرالیا پنځه ځلې نړیوال جام ګټلی دی او افغانستان دویم ځل دی چې په داسې نړیوال جام کې برخه اخلي. آسترالیا په نړیوالو جامونو کې د لوبېدو خورا ډېره تجربه لري او که ووایم پوهیږي چې په نړیوال جام کې څنګه ولوبيږي او څنګه یې وګټي.

له یو کلن بندیز وروسته وارنر او سمیت بېرته لوبډلې ته راګرځېدلي او ورسره د آسترالیا غښتلی بېټېنګ لا غښتلی شوی.

پر دې سربېره د آسترالیا د کپتان فینج، مډل ارډر کې د عثمان خواجه، مارش، کېري (کیپر) او مکسویل په موجودیت کې د آسترالیا بېټېنګ د لوړ هدف د ټاکلو او پوره کولو توان لري.

په فسټ باولینګ کې یې میچل سټارک، کامیونز او ریچرډسن او په ورو توپ اچوونکو کې لاین، زمپا او کله ناکله مکسویل ته په پام، د آسترالیا ټیم په وزن او تول برابر دی. آسترالیا په تمریني لوبو کې پر سریلانکا سربېره د نړیوال جام د ګټلو مدعي، انګلنډ، هم مات کړ.

افغانستان له استرالیا سره دوه وارې مخامخ شوی، یو وار په ۲۰۱۲م کې په اماراتو کې چې افغانستان نسبتآ ښه لوبه وکړه او بل ځل د ۲۰۱۵ په نړیوال جام کې چې آسترالیا پر افغانستان تر ټولو زیاتې منډې وکړې. دواړه لوبې افغانستان بایللې دي.

په باولینګ کې به بیا هم ډېره تمه محمد نبي، راشد خان او مجیب ته وي. د آسترالیا چپ لاسې بیتسمینان زیات دي او ښايي نبي پر آسترالیا یو ډول فشار وي. که زموږ ټاپ ارډر ښه پيل وکړ، مډل ارډر کې نسبتآ مطمین منډه جوړوونکي لرو.

افغانستان باید مثبته لوبه وکړي، که اول بېټېنګ کوي یا دویم، خو باید ٥٠ اورونه پوره ولوبوي. د اوپنېنګ ترڅنګ حشمت او رحمت باید ‌‌‌‌‌‌ډېر اورونه ولوبوي.لوبه په هماغه میدان کې ده چې افغانستان په کې له پاکستان څخه وګټله.

زړه مو نه غورځوم، خو که افغانستان له آسترالیا سره نسبتاً ښه لوبه وکړي، ډېر کریډټ به ورکړل شي او که یې وګټله، یو لوی تاریخ به جوړ شي.

په کرکټ کې تر ورستي بال پورې هم څوک څه نشي ویلی، څوک څه خبر که افغانستان تاریخ جوړ کړي!

د افغانستان د بري په هیله!

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

1 څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • ښه زير خو ټول ملت او ولس داده چى کوم ميدان کى افغانانو پنچابيانو ته ماتى ورکړى وه، هماغه ميدان کى به انشاﺀالله زمونږ اتلان استراليا ته هم غاښ ماتوونکي ځواب ورکړى.