ایا تاج محل پيژنئ؟ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ خبرونه

ایا تاج محل پيژنئ؟ – افغان وطن

تاسې به حتما د ”تاج محل“ نوم اوریدلی وي او له دې سره به مو ښایي، چې د هغه تصویرونه، انځورونه او ویډیوګانې هم لیدلې او هم کتلې وي؛ خو زما په اند په دې اړه به تاسې کیدای شي، چې تر ډېره بريده نه پوهیږئ او پوره مالومات به نه لرئ.

د تاج محل په اړه یوه نړیوال مشهور کس ویلي: د نړۍ وګړي پر دوو برخو وېشل شوي دي، هغوی چې تاج محل یې لیدلی او هغوی چې تاج محل یې نه دی لیدلی، موږ به په دې مطلب کې د تاج محل په اړوند مهم معلومات درسره شریک کړو.

لنډ؛ تاریخي لرلید

د نړۍ له اووه ګونو عجایبو څخه یو هم تاج محل دی، دغه محل د مغولي پاچا شاه جهان لخوا خپلې ایرانۍ معشوقې ممتاز ته د ډالۍ په توګه جوړ شوی دی.

شاه جهان ۱۴ کلن وو، چې په ممتاز باندې مېن شو، چې وروسته یې بیا له هغې سره واده هم وکړ او دغه جوړې شاوخوا ۱۸ کاله ګډ ژوند وکړ او په پای کې ممتاز د څلورم زیږون پر وخت مړه او د تل لپاره له شاه جهان څخه بیله شوه.

د ممتاز له مړینې یو کال وروسته امپراتور شاه جهان په ۱۶۴۳ کې د تاج محل د مقبرې جوړولو کار پیل کړ او په نږدې لسو کالو کې یې د هغې کارونه بشپړ کړل.

د شته تاریخي شواهدو له مخې، د تاج محل د مقبرې جوړول د شاه جهان د ډېر غم څرګندونه کوي، چې پر دغه محل د هغه وخت تر ۳۲ میلیونه هندي کلدارو پورې پيسې لګول شوي او دا مصرف د نن ورځې په حساب لسګونه میلیونه ډالره کیږي.

د تاج محل د کارونو له بشپړیدو وروسته د شاه جهان پاچا زوی یو سخت ویجاړونکی کورنی جنګ په دې پار پیل کړ، چې له خپل پلار څخه پاچاهي واخلي او دا کار د دې لامل شو، چې دغه محل د کار د لا دوام مخه یې ډب کړه.

ايرانيان ادعا لري، چې د تاج محل د طراحۍ پلان د یو شمېر ایراني معمارانو او انجینرانو لخوا طرحه شوی؛ خو تاریخ پوهان وایي، چې دا کار د مغولي امپراتورۍ مغولي طراحانو کړی او داسې هم ویل کیږي، چې تاج محل د هندي، ایراني، ترکي او اسلامي معمارانو ګډ ترکیب دی، چې داسې هم ویل شوي، چې په دغه طراحۍ کې د روم او اروپا له معمارۍ څخه په کې استفاده شوې ده.

د دغه محل د مقبرې په مرکزي ساختمان کې له سپینو او نیمه شفافو مرمرو څخه ګټه اخیستل شوې او په منځنۍ برخه کې یې د ممتاز او شاه جهان دواړو مقبرې دي، چې په خورا قیمتي ډبرو پوښل شوي.

یو بل جالب ټکی په کې دا دی، چې په داسې ډول جوړ شوی، چې تر اوسه پورې د ورځې لخوا څخه د دغه محل په مختلفو وختونو کې له لمر او سیوري سره د مقبرې رنګ پخپله مختلفو بڼو ته بدلیږي، چې دا چاره د دغه محل یوه بې مثله او خاص ځانګړنه ګڼل کیږي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *