د پکتيکا ماسټرپلان ”ژمنې او عملونه“ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

د پکتيکا ماسټرپلان ”ژمنې او عملونه“

اسماعیل یون

سياستوال ژمنې کوي او ليکوال ليکنې. سیاستوال تاريخ جوړوي او ليکوال تاريخ ليکي.

سياستوال د تاريخ عملي کرکټر دی او ليکوال يې نظري، اوس نو څه چې سياستوال کوي او يا يې وايي، ليکوال بايد هغه کټ مټ وليکي او ويې څاري.

له نن څخه پوره شپږ مياشتې او شپږ ويشت ورځې وړاندې د نومبر پر (۳)مه جمهور رييس غني له خپلو نږدې دوه درجنو مشاورينو سره پکتيکا ولايت ته سفر وکړ، ځينو دا سفر يو کمپايني حرکت وباله او ځينو نورو د پکتيکا د خلکو يو ضرورت، زه دلته پر دې بحث نه کوم چې کمپايني حرکت و که يو ضرورت، خو زما له هغو ژمنو سره کار دی چې په دې سفر کې د جمهور رييس له خوا مطرح شوې. جمهور رييس ژمنه وکړه چې پکتيکا ولايت به له درېيمې درجې څخه دويمې درجې ته پورته کوي، د ښوونځيو د ودانيو د جوړونې ستونزه به حلوي، د ياد ولايت د لوړو زده کړو په موسسه کې به يو پوهنځی زياتوي، د پوهنتون احاطوي دېوال به له ځانګړې بودجې څخه جوړوي او پوهنتون (لوړو زده کړو موسسه) کې به داسې څانګې زیاتوي چې ددغه ولايت د پراختيا لپاره ضروري دي او همدارنګه يو شمېر نورې ژمنې، خو تر ټولو غټه او اساسي ژمنه دا وه چې په شپږو مياشتو کې به د پکتيکا لپاره يو اساسي ماسټرپلان جوړوي او شپږ مياشتې وروسته به دی خپله راځي او د پکتيکا د ستونزو پر اساسي حل به عملي کار پيلوي.

نن چې د مې (۲۶)مه نېټه ده، د جمهور رييس له کړې ژمنې پوره شپږ مياشتې او شپږ ويشت ورځې تېرې شوې، له نن څخه شپږ ويشت ورځې دمخه بايد جمهور رييس له همغو چارواکو او دوه درجنه مشاورانو سره يو ځل بيا پکتيکا ته سفر کړی وای او خلکو ته يې ويلای وای چې شپږ مياشتې مخکې چې مې تاسو سره د ماسټرپلان ژمنه کړې وه، دادی ماسټرپلان او ((واضح طرحې)) سره يوځای بېرته راغلم، دادی ددې ماسټر پلان عملي برخه سر له همدا اوسه يې پيلوم، نو ولس به خوشاله شوی و او فکر به يې کړی و چې جمهور رييس يوازې ژمنې نه کوي عمل هم کوي.

اوس خدای(ج) خبر چې جمهور رييس، د هغه مشاورانو او سيمه ييزو چارواکو ته به دا سفر، د دغه سفر هغه نېټه او په هغه کې کړې ژمنې ور په ياد وي او که نه؟
هسې نه شي چې هغه خبره رښتيا شي چې دروغجن حافظه نه لري.

جمهور رييس داسې نورې ډېرې ژمنې هم کړې، عملي کول خو يې څه کړې چې بيا يې ياد ته هم نه راځي، نو دا يادښت مې ځکه وليکه چې جمهور رييس او مشاورانو ته يې خپلې ژمنې ورپه ياد کړم.

د هغه ليکوال ژبه دې هم ګونګه شي چې حقيقت ګوري، نه يې وايي او نه يې ليکي.

که جمهور رييس د راتلونکي جون مياشتې په بهير کې هم پکتيکا ته له خپل ماسټر پلان او ((واضح طرحې)) سره لاړ شي، بيا به هم يو غنيمت وي.

ددې ليکنې په مقابل کې د کنځلمارو کېدونکې کنځلې دې خپله هغوی ته ډالۍ وي، ما دا ليکنه يوازې د پکتيکا خلکو د حقوقو د اعادې او د جمهور رييس د ژمنو د يادونې لپاره ليکلې، نور سياسي غرض او مرض په کې نه شته.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *