د پي ټي ایم دوهم مشر محسن داوړ هم ځان پاکستاني پولیسو ته حواله کړ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

د پي ټي ایم دوهم مشر محسن داوړ هم ځان پاکستاني پولیسو ته حواله کړ

راپورونه وایي، چې په شمالي وزیرستان د خړکمر په سیمه کې د پاکستاني پوځیانو او د پښتون ژغورنې د ډلې تر منځ تر اخ او ډب وروسته د پي ټي ایم بل مشر محسن داوړ هم په خپله ځان پولیسو ته سپارلی دی

سرچینې وایي، چې د خړکمر د پیښې وروسته حکومت د نوموړي پرخلاف مقدمه درج کړې وه خو نن پنج شنبه محسن داوړ په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې په خپله خوښه ځان حکومت ته تسلیموي

نوموړي زیاته کړې، چې دی نه غواړي چې د ده له امله پښتانه او د دوی ملاتړي وکړیږي

تر محسن داوړ مخکې ددې ډلې بل مشر علي وزیر هم د پاکستاني پوځیانو له لوري نیول شوی او ویل کیږي چې نوموړی په بنو کې د ترهګري ضد محکمې ته حاضر کړل شوی دی

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشرانو سره په شمالي وزیرستان کې د پوځ له لوري اخ او ډب جوړ شوی وو چې له امله یې زیات کسان ټپیان شوي وو.

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *