بادغیس: د بالامرغاب مرکز د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

بادغیس: د بالامرغاب مرکز د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلی

له بالامرغاب ولسوالۍ څخه تر لاسه شوي خبرونو کې ویل شوي، د چهارشنبې په شپه دغه ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ سختې نښتې را منځته شوې دي

 د سیمه ییزو سرچینو په قول، د طالبانو د سختو بریدونو په پایله کې امنیتي ځواکونو د دغې ولسوالۍ دفتر او امنیه قومندانۍ طالبانو ته پرېیښي دي، او عسکر د بالا مرغاب سیند بلې غاړې ته د ملي پوځ کنډک سره یوځای شوي دي

د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي هم د بریدونو خبر تائید کړی، خو د ولسوالۍد سقوط خبره یې رد کړې ده

په دغو نښتو کې عسکرو ته پراخه مرګ ژوبله هم اوښتې ده

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *