د ایران او امریکا کړکیچ لا هم نه دی کم شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د ایران او امریکا کړکیچ لا هم نه دی کم شوی

د ایران او امریکا ترمنځ روان کړکیچ لا هم کم شوی نه دی او د پخوا په څیر نور هم زیاتیدونکی دی او د دواړو هیوادونو چارواکي یو بل ته په ګواښونو بوخت دي

جاپان د امریکا او ایران ترمنځ د مداخلې خبره کړې او وایي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ منځګړیتوب کوي ترڅو له حده اوښتی تاوتریخوالی راکم شي خو ایران یې بیا اړتیا نه ویني

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، اړتیا نشته چې زموږ ترمنځ څوک منځګړیتوب وکړي

د دې وزارت ویاند عباس موسوي خبري کنفرانس ته په خبرو کې ویلي چې له امریکا سره خبرې نه کوي او په ټکو یې چې ایران د هېڅ شي اندیښنه نلري، که جنګ پیښ شي، د ځان د دفاع ښه پوره وړتیا لري

په ورته وخت کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن بیا په متحده عرب اماراتو کې دی او له هغه ځایه یې ایران د عرب اماراتو د تیلو په ذخیرو په برید تورن کړ

بولټن په دې اړه اسناد وړاندې نه کړل خو ویې ویل، پوره باوري دی چې د متحده عربي اماراتو د تیلو په کانټینرو برید د ایران کار دی

ایران د بولټن دا ادعا د خندا وړ بللې ده

بولټن تر دې وړاندې هم ورته ادعا کړې وه خو تر اوسه یې کوم شواهد وړاندې کړي نه دي

د امریکا په اوسني حکومت کې جان بولټن د ایران سخت ضد څېره بلل کیږي او په دې اړه د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم څو ځله ادعا کړې چې له ایران سره جګړې ته ټرمپ ټول جان بولټن هڅوي

د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو خړپړوالي په سیمه هم ناوړه اغیز کړی او ویل کیږي که د دې دواړو هیوادونو حالت کابو نشي نو سیمه به سخت ګواښ وویني

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *