اروزګان کې بهرنیو ځواکونو اربکیان بمبارد کړي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

اروزګان کې بهرنیو ځواکونو اربکیان بمبارد کړي

د اروزګان ولایت څخه راپورونه وایي، چې ددې ولایت مرکز ترینکوټ سره خوا کې د شامنصور کمربند په سیمه کې بهرنیو ځواکونو د اربکیانو په پوستو بمبار کړی دی.

سیمیزې سرچینې وایي، چې بهرنیو ځواکونو هغه مهال یاد بمبارد تر سره کړی، کله چې بهرنیو ځواکونو د اربکیانو پوستو ته د لیدنې په خاطر ورغلل او اربکیانو په ملکي لباس کې د دوی د ورتللو په خوشحالي او هرکلي کې هوایي ډزې پیل کړې

بهرنیو ځواکونو په اربکیانو د وسلوالو ګمان وکړ او بمبارد یې کړل چې دوولس تنه اربکیان یې ووژل

ویل کیږي په وژل شویو کسانو کې څلور تنه د اربکیانو سیمییز قومندانان هم شامل دي

تر دې دمه د اروزګان دولتي چارواکو او ناټو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي

دا لومړی ځل نه دی چې بهرني ځواکونه په افغان سرتیرو باندې هوایي بریدونه کوي بلکې څه موده مخکې یې هم په هلمند کې د افغان پولیسو قرارګاه بمبار کړې وه او زیاتو افغان سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *