په مسکو کې تیره ورځ څه تیر شول؟ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

په مسکو کې تیره ورځ څه تیر شول؟

تیره ورځ روسیې په مسکو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سل کلنو دیپلوماتیکو اړیکو په هکله لمانځغونډه جوړه کړې وه

دې غونډې ته د روسیې حکومت ځیني پخواني افغان چارواکي، سیاسي څېرې او د وسلوالو طالبانو استازي غوښتي وو

په غونډه کې د افغان حکومت استازو هم ګډون کړی وو خو طالب استازو یې رنګ ورپیکه کړی وو، همدا لامل وو چې اکثره خلکو وویل چې روسیه له چا سره د سل کلنو اړیکو لمانځنه کوي؛ ځکه په وینا یې چې د برحاله افغان حکومت چارواکي دې غونډې ته نه دي غوښتل شوي

د غونډې ځای ته د وسلوالو طالبانو د استازو د ورتګ ښه راغلاست ضمیر کابلوف وکړ

طالبان دې غونډې ته له یو مهم پلاوي سره ورغلي وو چې مشري یې د طالب غورځنګ یو تن مهم مشر او د پخواني او اوسني طالب مشر مرستیال ملا عبدالغني برادر کوله

د افغان سیاسیونو او پخوانیو افغان چارواکو په سر کې بیا پخوانی ولسمشر حامد کرزی وو او له ده سره په هیئت کې د ولسمشریزو ټاکنو مخکښ نوماند حنیف اتمر او د سولي عالي شوری مشر کریم خلیلي هم ملګرتیا کوي

غونډه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په خپله وینا پیل کړه او د غونډې ګډونوالو ته یې ښه راغلاست ووایه

لاوروف وویل چې له افغانستانه باید ټولو بهرني ځواکونه په بشپړ ډول ووځي او زیاته یې کړه چې ټول افغانان باید د داسې خبرو یو پړاو پیل کړي چې سیاسي او ټولنیز استازي پکې شمولیت ولري

له سرګي لاوروف وروسته غونډې ته پخواني ولسمشر حامد کرزي خپله وینا واوروله او د روسیې او افغانستان په تیرو سل کلنو اړیکو یې رڼا واچوله

د حامد کرزي له وینا وروسته د طالب مشر سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر ته بلنه ورکړل شوه او نوموړي د روسیې له حکومته مننه وکړه چې داسې یوه غونډه یې ترتیب کړې ده

ملا برادر اخوند سولې ته تلوسه وښوده خو ویې ویل چې د سولې په مخ کې پراته خنډونه چې په وینا یې اشغال دی، باید لومړی ختم شي

ملا برادر د دوی د هیئت یوه غړي ملا امیر خان متقي ته بلنه ورکړه چې د روسیې او افغانستان د اړیکو په اړه خبرې وکړي

امیر خان متقي په خپله وینا کې د روسیې او افغانستان اړیکې په دریو برخو وویشلې چې لومړنۍ دوه یې ښې وبللې او وروستۍ یې د افغانستان او روسیې دواړو لپاره تاواني او زیانمنې ثابتې کړې

طالب استازي زیاته کړه: ”له تېرو تجربو څخه په زده کړه اوس ټولو باید درک کړې وي چې د ګاونډیانو تر منځ داسې چلن او اړیکې مناسبې دي چې د ټولو مصلحتونه او ګټې خوندي کړي، هر څوک باید خپل مصلحتونه او ګټې داسې برابرې کړي، او له داسې قانوني لارو چارو یې د تر لاسه کولو لپاره لاس په کار شي چې د نورو ګټې او مصلحتونه ونه ګواښي.“

متقي وړاندې وویل چې دوی چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په چارو کې مداخله وکړي او غواړي چې له هیوادونو سره مثبتې اړیکې جوړې او وپالي

غونډې ته نورو ګډونوالو هم وینا وکړه او ټولو د سولې په اړه نعره اوچته کړه

له غونډې وروسته ټولو مهمو کسانو یو یادګاري انځور هم واخست

له دې وروسته طالب استازي او افغان سیاسیونو پخپل منځ کې سره کیناستل او د افغانستان د راتلونکي په اړه یې بحثونه سره وکړل

ټاکل شوې چې نن به هم د طالب هیئت او افغاني سیاسي شخصیتونو ترمنځ یوه غونډه دائره شي چې دواړه اړخونه به د سولې اړوند بحثونه سره وکړي او د راتلونکو پلانونو په اړه به سره وغږیږي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *