په ارګ کې د پراخ مالي او اخلاقي فساد اړوند افشاګانې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

په ارګ کې د پراخ مالي او اخلاقي فساد اړوند افشاګانې

په ارګ کې د اخلاقي فساد په اړه د یوه پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي په رسنیو کې نوی انډوخر را منځته کړی ده

حبیب الله احمدزي له یوه خصوصي تلویزون سره په مرکه کې ویلي، چې د نوموړي په دریو ځلو استعفاء ورکولو کې د وروستي ځل لا مل ده وو، چې په ارګ کې د افغاني خوویندو عزتونه خوندي نه وو

هغه وایي چې که چېرته یوې ښځې په ارګ کار کول غوښتل نو به له تن او عزت څخه تېرېدل، بیا ورته په اسانې کار مودل کېدلو

د نوموړي په قول چې ځینو ښځو له ۶۰۰ څخه د کمو رایو په درلودلو هم پالمان ته کامیابې شوې

دغه تورونه پر حکومت او د ولسمشر پر شاوخوا خلکو په داسي حال کې لګول کیږي چې د حکومت یوې پخوانۍ کارکونکې او د ولسمشر غني د ټیم غړې مریم وردګ له یوه هندي ټلویزیون ” وی، ای، ان“ سره په مرکه کې دجنرال حبیب الله احمدزي په څرګندونو د تائید مهر لګولی او ویلي یې دي چې:” ارگ کې اخلاقي فساد دومره پراخ شوي چې که مېرمنې وغواړي پرمختګ وکړې باید له تن او بدن څخه یې تېرې شې“

نوموړې وایې، چې ښځینه وکیلانې په ۵۰۰ او ۶۰۰ رایو بریالۍ کېدلې

بلخوا د ولسمشرۍ ماڼۍ، په ارګ کې د اخلاقي فساد په اړه د یوه پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي ادعاوې بې اساسه او دروغ بللې دي او ویلي یې دي چې په دې تړاو به پلټنې وشي

د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري تېره ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې په دې اړه به جدي څېړنې وشي

هغه وایي، اړوند به یې له حبیب الله احمدزي څخه هم اسناد او شواهد وغوښتل شي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *