د هندوستان د “سندیزنګر” ولسوالۍ یو اوسیدونکي چې د خیټې د سخت درد له امله کړیده، د سیمي یوه روغتون ته تللی.
د Mirror په حواله چې د “شري لال بهادر شاستري” دولتي روغتون ډکټرانو موندلې، چې د مریض په خیټه کې ځینې وسپنې وجود لري.
یاد هندي سړی ۳۵ کلن دی، د دې سړي خپلوانو ویلي، چې دی د ګیډې له سخت درد څخه کړیده، چې څو ځلې د سیمې ” ﺳﻨﺪﯾﺮنګر” روغتون ته د درملنې په موخه تللی، خو د دې روغتون ډاکټران بریالي نشول چې لامل یې په ډاګه کړي، تر دې چې یاد کس د “لال بهادر” دولتي روغتون ته یوړل شو، هغو ډاکټرانو د “ایکسري” معاینې په مرسته وموندله چې د دې کس په خیټه کې فلزي لوازم وجود لري.
د مریض ډاکټر ویلي ” د عملیاتو په جریان کې ډاکټران توانیدلي چې د مریض له ګیډې څخه ۸ عدده کاچوغې، یو چاکو، یو میخ، یو د غاښونو برش او یو پیچکښ را وباسي”.
ویل کیږي چې د یاد کس روغتیایي حالت اوس د ډاډ وړ دی او دا علملیات د طبابت په تاریخ کې یو لړ حیرانونکي عملیات وو.
تر دې دمه معلومه نه ده چې یاد فلزي لوازم څنګه د مریض ګیډې ته دننه شوي، خو ډاکټران د یاد کس حالت د ډاډ وړ بولي او وایي چې دې عملیاتو څلور ساعته دوام وکړ.
الیاس الماس
څرگندون