د امریکا د ملي امنیت ریاست او د بهرنیو چارو وزارت تر منځ کړکیچ زیات شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د امریکا د ملي امنیت ریاست او د بهرنیو چارو وزارت تر منځ کړکیچ زیات شوی

د امریکا او ایران د وروستیو کړکیچونو له امله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د ټرمپ د ملي امنیت مشاور تر منځ اړیکې مخ پر خرابیدو دي.

سي ان ان تلویزیون د امریکایي دولت له څلورو موثقو سرچینو څخه په نقل ویلي، چې د امریکا له ایران سره د وروستیو کړکیچونو، د شمالي کوریا او ﻭﻧﺰﻭﺋﻼ سره د مشکلاتو له امله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر “مایک پامپیو” او د ملي امنیت مشاور او د جمهور ریئس معاون “جان بولټن” تر منځ اړیکي هم مخ پر خرابیدو دي.

د یاد تلویزیون د معلوماتو په اساس چې د امریکایي سیاستوالو تر منځ اختلافات د مسؤلیت د سرته رسولو له امله منځ ته راځي، چې دا کړکیچونه او د نظر اختلافات په سپینه ماڼۍ کې د ملي امنیت د شوری په غونډه کې هم را برسیره شوي وو.

په داسې حال کې چې د ټرمپ د ملی امنیت مشاور بار بار ځینې موضوع د بهرني سیاست په مسایلو کې اعلان کړي، خو پامپیو رسمي بیانونه ردوي او هڅه کوې په غونډو کې د ډپلوماتیکو لارو دریځ څرګند کړي، چې دا چاره د جان بولټن خلاف عمل دی.

د ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت مشاور جان بولټن د یو لړ کسانو په ګمارلو سره د شخصي او غیر رسمي اړیکو په مرسته د بهرني سیاست معلوماتو ته لاسرسی پیدا کوي چې دا عمل د بهرنیو چارو وزارت ته د منلو نه دی.

خو بل پلو ډونلډ ټرمپ د روانې مۍ میاشتې په ۱۹ مه اعلان کړی وو چې د مایک پامپیو او جان بولټن تر منځ د نظر کوم جدي اختلاف وجود نه لري، خو د دا ځل اختلاف او کړکیچ په اړه یې تر اوسه څه ندي ویلي.

الیاس الماس

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *