امریکا: الوتکه لویدلې او دوه تنه پکې وژل شوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

امریکا: الوتکه لویدلې او دوه تنه پکې وژل شوي

د امریکا په الاسکا ایالت کې یوه الوتکه لویدلي او دوه تنه پکې وژل شوي دي.

د دغه ایالت د هوا نوردۍ چارواکي وايي، چې الوتکه د سيلانيانو وه او د متلتکتلا په ساحل کې لويدلې ده.

دوی ویلي، چې په الوتکه کې له یوه پيلوټ او یوه سپرلۍ څخه پرته نور څوک نه وو، چې د الوتکې د لویدلو په وخت دواړه وژل شوي دي.

دا په یوه اونۍ کې د سيلانيانو دوهمه الوتکه ده، چې لویږي او خلک پکې وژل کیږي، تیره سه شنبه هم د سيلانيانو یوه الوتکه لويدلې وه، چې شپږ تنه پکې وژل شوي وو.

د الوتکې د لویدلو لامل لا ندی په ډاګه شوی؛ خو دواړه الوتکې سیاحتي وې، چې سيلانيان یې د سمندر په سر او څنډو ګرځول او وخت ناوخت داسې نمایش یې تر سره کاوو، چې د الوتکې ځينې برخې به د اوبو سره لګیدلې.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *