میلر: په افغانستان کې د القاعده او داعش ډلو راتلونکي فعاليتونه او ځواک څارو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

میلر: په افغانستان کې د القاعده او داعش ډلو راتلونکي فعاليتونه او ځواک څارو

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ میلر وايي، چې دوی په افغانستان کې د داعش او القاعده ډلو راتلونکي فعاليتونه او ځواک څاري.

له دې وړاندې داسې بریښدله، چې نور القاعده ډله په افغانستان کې خپل جنګيالي نه لري؛ خو میلر وايي، چې د القاعده او داعش ډلو جنګيالي دلته شته او دوی یې راتلونکي فعالیتونه او ځواک څاري.

نوموړي ويلي، چې دوی له افغان سرتیرو سره په ګډه د داعش ډلګګۍ په وړاندې خپلو عملیاتو ته لا زور ورکوي او په دواړو ډلو به خپل فشار همداسې جاري وساتي.

میلر دا خبرې داسې مهال کوي، چې نن ورځ د روسيې یوه لوړ پوړي چارواکي هم د افغانستان په شمال کې د داعش ډلګګۍ د زرګونو جنګياليو د ځای پر ځای کیدلو ويلي.

له دې وړاندې روسيې ويلي وو، چې په افغانستان کې ناپیژانده الوتکې د دغه ډلې جنګيالي له نامعلوم لورې راوړي او هلته یې ځای پر ځای کوي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *