هغوی، چې سردردي ولري ودې یې لولي! – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه لوبې او روغتيا

هغوی، چې سردردي ولري ودې یې لولي!

پوهان وايي، د سر درد بيلا بیل لاملونه لري، چې د روغتيا لپاره یې بیلا بیلې لارې شته او باید د پوهه ډاکټر سره په مشوره کولو پیدا کړل شي؛ خو د روغتیاپالانو ځينې توصیې له موږ سره مرسته کولای شي.

موږ په دغه مطلب کې تاسو ته د روغتیا پالانو داسې یوه توصيه لیکو، چې ډاکټر ته له تګ وړاندې در سره یوځای څه مرسته کولای شي.

روغتيا پالان توصيه کوي، که کوم کس د سر په مخکنۍ برخه کې درد ولري؛ نو باید خوب وکړي؛ ځکه دوی خوب ته اړتیا لري.

که د سر په پاسنۍ برخه کې درد ولري؛ نو باید، چې اوبه او نور ورته خواړه وکاروي؛ ځکه دوی اوبو او نورو ورته خواړو ته اړتیا لري.

او که چیرې بیا درد د سر په شاتنۍ برخه ولري؛ نو باید یو څه ارام او استراحت وکړي؛ ځکه دوی ارام او استراحت ته اړتیا لري.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *