رویا رحماني: واشنګټن د افغان حکومت په تېارو کي خوشي کړی دی – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

رویا رحماني: واشنګټن د افغان حکومت په تېارو کي خوشي کړی دی

په واشنګټن کي د افغان سفیري، رویا رحماني، خبریالانو ته ویلي دي چي واشنګټن د طالبانو سره د خبرو په هکله د کابل حکومت بې خبره ساتلی دی. رحماني وايي د دې بېره سته چي د امریکا پلان به د جنګ په ډګرونو کي طالبان لا باجراته کړي، او د غني پر محاصره سوي حکومت به فشار لا زیات کړي.

سفیره رویا وايي،«د افغان حکومت باور لري چي د خلیلزاد د خبرو په اړوند په کافي اندازه معلومات نه دي ور سره شریک سوي. که چیري د سولي یوه دومداره معامله غواړو، نو دا کار د افغان ولس له حضوره پرته نه سي ترلاسه کېدلای.» رویا رحماني دوام ورکوي او وایي،«طالبان په کوم اساس د ۳۵ میلونو افغانانو په نمانیده ګي د سولي مذاکرات کوي؟ هغوی زموږ حکومت نه دي. هغوی زموږ استازي نه دي.»

واشنګټن ټایمز د مې ۱۶ لیکي خو طالبان نه غواړي چي د افغان حکومت سره خبري وکړي، او نامشروع او ګوډاګی يې بولي. اخبار لیکي ټرمپ غواړي چي د طالبانو د سفرونو، ټرانسپورټ، او نور مصارف د پنتګان له بودجې څخه ورکړي، خو د کانګرس د تخصیص جرګګۍ د ټرمپ د ادارې دا غوښتنه ور رد کړه.

واشنګټن ټایمز لیکي ځیني نقادان وايي چي ټرمپ ته باید کریډیت ورکړه سي، ځکه هغه پدې وتواندی چي طالبان د مذاکراتو مېز ته راولي. خو رویا رحماني وايي،«طالبان له تشدده د فشار د الې په توګه کار اخلي. د امریکا سره خبري د هغوی د جنګیالیو روحیات لا جګ کړي دي.»

واحد فقیري

ټگونه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *