واشنګټن ایګزامینر: ټرمپ باید امریکایانو ته د افغان جنګ په اړه حقیقت ووايي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

واشنګټن ایګزامینر: ټرمپ باید امریکایانو ته د افغان جنګ په اړه حقیقت ووايي

واشنګټن ایګزامینر د مې پر ۱۵ مه پخپله سرمقاله کي لیکي که څه هم یو حکومت تل څه مخفکاري ته اړتیا لري، خو د ښاریانو رضایت هم باید ترلاسه سي،‌ او دا کار هله کېدلای سي چي حکومت د خپلو ښاریانو سره د حقیقت زیاته برخه شریکه کړي.

د یوه حکومت په ګردو اقداماتو کي جنګ تر ټولو مهم امر دی، نو لهذا د جنګ په مورد کي زموږ سیاسي مشرتوب باید زموږ سره رشتین او شفاف واوسي.

خو د ټرمپ حکومت د افغان د بې پایانه جنګ په اړه د امریکایانو سره رشیتن او شفاف نه دی. او بده لا دا چي شفافیت او صداقت ورته بلا او ببو ښکاري.

امریکایان حق لري چي پدې پوه سي چي زموږ عسکر چیري موفق دي، او چیري ناکامه دي. خو دا کار نه کېږي. د دفاع وزارت له امریکایانو، ژورنالیسټانو، او مبصرینو څخه معلومات پټوي. پنتګان نه غواړي چي سیګار ته معلومات ورکړي. پنتګان نه غواړي چي سیګار ته ووايي چي د افغان حکومت پر څونه مځکه باندي کنټرول لري. د سیګار مشر شکایت کوي چي د ټرمپ د راتګ سره سم تقریبا هر څه سري او محرمانه سوي دي.

د جنګ او سولي په برخه کي باید پنتګان او ناټو فیصله و نه کړي، بلکي دا د کانګرس او خلګو د مسولیت ساحه ده. جمهورریس ټرمپ د رشتیا او شفافیت سره حساسیت لري. خو د ټرمپ دا رویه یو غیر امریکايي سلوک دی.
زموږ اساسي قانون د جنګ کولو صلاحیت کانګرس ته ورکړی دی، ځکه چي کانګرس د خلګو نماینده ګي کوي. که چیري د جنګ په هکله د کانګرس او خلګو سره معلومات شریک نه سي، نو بیا دا جنګ د اساسي قانون خلاف دی.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *