یکانومیسټ: ولي د افغان حکومت د طالبانو په مقابل کي جنګ بایلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

یکانومیسټ: ولي د افغان حکومت د طالبانو په مقابل کي جنګ بایلي

د برتانیې مشهوره سیاسي مجله یکانومیسټ د مې پر ۱۶ لیکي په افغانستان کي د اشرف غني د حکومت حضور یوازي په اداري فساد او خویشخوري کي محسوسېږي.

مجله لیکي په کندهار کي یوه ډله په دوړو سپېره د لاریو ډرایوران د طالبانو او حکومت تر مینځ تفاوت داسي بیانوي. هغوی وايي حکومت او طالبان دواړه پر لویو لارو باندي پیسې ترې اخلي، او دواړه تشدد ورسره کوي. مګر کله چي طالبان يې پر یوې پوستې باندي ټرک ودروي، سمدستي یو رسید ورکوي. د طالبانو همدا رسید له هراته تر کندهاره پوري معتبر وي،‌ او بل طالب بیا ترې پیسې نه غواړي. خو برعکس د حکومت پولیس همدا موټروانان بار بار شکوي. هغوی وايي له هراته تر کندهاره پوري حکومتي پولیس ترې دیرش ځله پسې غلا کوي.

یکانومیسټ لیکي اتلس کاله کېږي چي امریکا افغانستان اشغال کړی دی، او اوس آلان امریکایان او طالبان په قطر کي – چیري چي طالبان یو سفارت وشمه دفتر لري – په خبرو لګیا دی. هغوی د مې پر ۹ د خبرو وروستی روانډ ختم کړ، او «د څه پرمختګ» اعلان يې هم وکړ.

پداسي حال کي چي خبري رواني دي،‌ خو جنګ شدید سوی دی. که څه هم د کابل حکومت سره امریکایان او نور خارجیان کومک کوي، خو کابل سوکه سوکه سیمي له لاسه ورکوي. د کابل رژیم فقط پر نیم وطن باندي کنټرول لري، او طالبان په منظمه توګه د پولیسو او اردو پوستې وهي او نیسي،‌ او وخت نا وخت خو حتی ښارونه هم نیسي. هیڅ ځای مکمل امن نه دی. د کابل د حاکمانو د شرابو خوریو په محافلو کي، د کابل شتمن حاکمان د ښار دروازو ته د طالب جنګیالیو د ناببره رارسېدو ډارونکي قصیدې وايي.

پولیس غله او ډاړماران دي

د طالبانو د موفقیت راز پدې کي دی چي نور افغانان هم له حکومته د کندهار د ټرک ډرایورانو غوندي شکایتونه کوي. پداسي حال کي چي اتلس کاله کېږي چي غرب د کابل له نصب سوي حکومت سره کومکونه کوي، خو حکومت د ابتدايي خدماتو د رسولو څخه عاجزه دی. که څه هم د کابل حکومت ستره او پراخه امینتي دستګاه لري، لویه او چاغه بروکراسي لري، او بې شماره لوکس دریشي کړي په امریکايي لهجې سمبال تیکنوکراتان لري، خو د متحده ایالاتو د عدلیې د وزارت په حواله «د افغان دولت تر ډیره حده بې قانونه، کمزوری، نا منظم، او درنده دی.» د افغانستان په بعضي ځایونو کي ځيني مکتوبه او کلیکنونه سته، خو د هغوی معاش ندرتا ورکول کېږي، او مامورین يې هم ندرتا حاضري ورکوي. نور دولتي خدمات اصلا نسته. د افغان حکومت تر ټولو مشهود او مريي ارګان پولیس دی، خو پولیس تر بل هر چا په غلا او درنده ګي کي اول لمبر دي.

په افغانستان کي د یو منظم دولت د جوړولو مشکلات تر بل هر ځای په کندهار کي ښه څرګندېږي. کندهار او هلمند د افغانستان د غذايي تولیداتو ګودام دی. کندهار دغه راز د دراني امپراتورۍ مرکز هم وو. که څه هم اکثر افغانستان غرنی دی، خو کندهار او شاوخوا سیمي يې اواري دي، او د زراعت لپاره مناسب ځای دی. په کندهار کي اکثره اوسېدونکي پښتانه دي. کندهار د طالبانو د زېږېدو ځای دی. د امریکایانو تر اشغال را وروسته طالبان په کندهار کي بېرته فعاله سول،‌ او مقاومت يې شروع کړ. د کندهار ګورنر حیات الله حیات وايي،«که کندهار امن سي، ګرده افغانستان امنېږي.»

خو واقعیت دا دی چي نن سبا کندهار امن نه دی. د هلمند پر لاري د ژړۍ په ولسوالۍ کي د پولیسو قومندان شمس الله وايي،«زما وظیفه د طالبانو وژل دي.» هغه وايي له هغه وخت راهیسي چي پدې سیمه کي مقرره سوی دی، څه آرامي راغلې ده. شمس الله اتیا تنه پولیس لري. خو طالبان شاوخوا باندي راګرځېدلي دي. شمس الله وايي طالبانو فقط اته ورځي مخکي حمله باندي وکړه، خو هغه ډاډه دی چي د طالبانو سره جنګ کولای سي، ځکه کلونه کلونه يې همدا کار کړی دی. هغه وايي طالبان تر موږ ښې وسلې لري، او د شپې عینکي هم لري.

په کندهار کي طالبان کلیوالي سیمي کنټرولوي، خو د هغوی نفوذ ډېر پراخ دی. کله چي یکانومیسټ له شمس الله څخه وپوښتل چي طالبان څوک دی. هغه وویل،«هغوی پاکستانیان دي، او محلي خلګ د خلیج په پیسو استخداموي.» د شمس الله دا خبره کاملا غلطه نه ده،‌ خو کاملا درسته هم نده. طالبان د عایداتو لپاره ډېري منابع لري، او دا منابع یوازي د سړک ځنځیرونه او مالیات نه دي. د پولیسو له پوستې څخه فقط څو قدمه لیري فیض محمد پخپله مځکه کي بزګري کوي، او کوکنار يې کرلې دي. هغه وايي چي محصولات يې پر موټر سیکل باندي سپاره خلګ رانیسي، او بیا يې د طالبانو تر کنټرول لاندي سیمو ته وړي.

یکانومیسټ مجله لیکي طالبان د مخدره موادو یوازني قاچاقبران نه دي، بلکي د حکومت زیاتره مامورین په همدې کاروبارو باندي اخته دي. خو طالبان پدې برخه کي مهارت لري، هغوی نه یوازي د مخدره موادو فابریکې چلوي، بلکي زراعتي مځکي او د قاچاق لاري يې تر کنټرول لاندي دي. طالبان د کوکنارو له بزګرانو څخه یوازي مالیات نه ټولوي، بلکي هغوی د بزګرانو سره د پانګي، سري، او د نورو اسانتیاو په برابرولو کي مرسته کوي. په زیاترو ځایونو کي هغوی د اوبو وېش هم کوي. او د کلیوالو تر مینځ خپلمینځي شخړي هم فیصله کوي.

د کابل حکومت سره په جنګ کي، طالبان د عامو افغانانو د ملاتړ په راجلبولو کي چندان مشکلات نه لري، ځکه د کابل دولتي موسسات تر غوږو پوري فاسد دي، او د خلګو نفرت ترې کېږي. د پنجوايي ولسوال، فیضل محمد اسحاقزی، وايي ښايي جنګونه بیا شروع سي. هغه وايي،«د افغان پوځ له خلګو څخه پیسې اخلي، هغوی له محلي خلګو سره بد چلن کوي.» هغه وايي په تېره بیا نورزیان استثمارېږي. پدې وروستیو ورځو کي، پولیسو دوه نورزیان قتل کړل، او دې حادثې په نورزیانو کي «قهر» ایجاد کړی دی. په کندهار کي، پولیس د اڅکزو په لاس دي، او مشر يې د کندهار امنیه قومندان تادین خان دی. په کندهار کي د اڅګزو کوچینۍ پاچاهي چلېږي.

یکانومسټ لیکي د افغانستان ټول د امنیه قومندانان د جمهورریس اشرف غني لخوا مقرره کېږي، او اکثره قومندانان د خویشخورۍ او واسطې پر اساس باندي مقرره کېږي. د پولیسو همدا قومندانان د ځان لپاره شخصي وړې امپراتورۍ جوړي کړي دي. نو لهذا د محلي خلګو لپاره د شکایت کولو لپاره هیڅ لاره نسته، او یوازنۍ د حل لاره د طالبانو سره یو ځای کېدل دي.

که څه هم د افغانستان ښاري خلګ د طالبانو د حملو مخالف دي، خو په کلیوالي سیمو کي – البته د حکومت په پرتله – محبوب او موثر دی. دغه راز، په کلیوالي سیمو کي طالبان د دولت بې مهاره قدرت چلنچوي. د ملګرو ملتونو یو تحقیق وايي چي ۷۰٪ فیصده د تشدد جنایات د مځکو پر سر شخړي تشکیلوي. د حکومت تر کنټرول لاندي سیمو کي قدرمن حکومتي مامورین او زورواکان په ډاډه زړه د خلګو مځکي غضبوي. خو برعکس د طالبانو په سیمو کي د هغوی قاضیان د دې راز دوسیو سره سخت چلن کوي. د طالبانو قاضیان عموما فاسد او رشوتخوره نه دي.

که څه هم جمهورریس اشرف غني د ناکامو دولتونو د جوړولو په اړه کتاب لیکلی دی، خو غني ته نژدې کسان معافیت لري، او د غني د فساد پر ضد مبارزه د قدرت د نیولو یوه بله وسیله ګڼل کېږي. په کابل کي خلګ وايي چي د غني حکومت فقط له دریو ولایاتو څخه جوړل سوی دی.

یکانومیسټ په آخر کي لیکي داسي ښکاري چي طالبان او امریکایان به یوې موافقې ته سره ورسېږي. اشرف غني همدا معامله د ځان سره یو خیانت ګڼي. که څه هم غني ګومان کوي چي ښايي امریکايي له سقوط څخه وساتي، خو د ټرمپ لپاره دا مهمه نه ده چي په افغانستان کي‌ څوک حاکم دی. البته، د کندهار ټرک ډرایورانو ته هم دا مهمه نده چي افغانستان کي څوک حاکم وي،‌ خو پدې شرط چي د هغوی څخه پر سړکونو باندي څو واري پیسې وا نه خلي.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *