نیویارک ټایمز: څرنګه طالب جنګیالي د شوراب نظامي آډې ته ننوتل؟ – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

نیویارک ټایمز: څرنګه طالب جنګیالي د شوراب نظامي آډې ته ننوتل؟

نیویارک ټایمز د مې پر ۱۵ لیکي کله چي طالبانو د شوراب پر ستري نظامي اډې باندي د یوې حیرانونکي حملې بند و بست کاوه، هغوی د فضله موادو په ټرکونو کي د شوراب نظامي اډې ته پټ ننوتل. هغوی باور لاره چي د فضله موادو د ټرک بد بوی به د تلاښي عسکر له دقیق تفتش څخه منصرف کړي، او همداسي وسوه.

د شوراب حادثه د مارچ پر اوله پېښه سوه. پدې حمله کي ۲۳ افغان عسکر ووژل سول. او جنګ څو ساعته دوام وکړ. په اډې کي دننه د امریکایانو بېس سمدستي دفاعي حالت غوره کړ. هغوی د خپلو برجونو څخه ډزي کولې، او د افغان عسکرو سره يې مرسته کوله.

لدې حملې راوروسته، امریکايي مربیانو د افغان عسکرو سره د ټرېنګ پروسه د څو هفتو لپاره وځنډوله. هیڅ امریکايي عسکر اجازه نه لرله چي د افغان عسکرو سره شخصا په تماس کي سي، او باید هر څه د ټیلفون له طریقه سوي وای.

نیویارک ټایمز لیکي یو وخت په هلمند کي دا اډه د امریکایانو او انګریزیانو تر ټولو ستر نظامي بېس وو، او په زرهاوو امریکايي او انګریزي عسکر په کښې ول.

نیویارک ټایمز لیکي کله چي طالبان د شوراب بېس ته ور ننوتل، هغوی سمدستي په تشو ګدامونو کي پټ سول، او خپل نور ملګري ئې له بهر څخه د زنیو په واسطه اډې ته ور داخل کړل. دننه په اډې کي یو طالب د ۲۰۰ عسکرو په مقابل کي جنګېدی. د جنګ لومړی قرباني د اډې قومندان سراج الدین سراج وو. هغه دا قومنداني په واسطه او خویشخوري تر لاسه کړې وه.

ځیني افغان پوځي ماهران وايي چي د شوراب حادثه د اداري فساد یوه کلاسیکه پېښه وه. هغوی وايي چي قومندان سراج دا مسلکي وړتیا نه لرله چي د یوې داسي‌ مهمي اډې قومندان سي، خو د مرکزي حکومت د فساد له کبله یې دا مقام تر لاسه کړی وو.

اخبار لیکي چي پدې کي هیڅ شک نسته چي افغان عسکرو د خپلي وظیفې په اجرا کولو کي غفلت کړی وو. ځیني افغان عسکر د پیرې په برجونو کي بیده ول.

نیویارک ټایمز لیکي کله چي طالبان دننه اډې ته ننوتل، هغوی ځیني افغان عسکر یرغمل ونیول، او هغوی يې مجبوره کړل چي د رهنما په توګه همکاري ور سره کړي. د طالبانو اصلي هدف د قومندانۍ مرکز وو. ځکه هغوی پوهېدل چي هلته امریکايي مربیان او افسران هم وي.

نیویارک ټایمز لیکي شک نسته چي طالبانو د نظامي اډې په مینځ کي خپل نفوذي خلګ لرل. اخبار لیکي چي د طالبانو دې حملې دا وښوده چي د افغان امینتي ځواکونه څونه مشکلات لري. د هغوی مشرتوب بې کفایته دی، او رشوت او اداري فساد په کي ډېر دی.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *