غزني؛ په ارزو او دیک کې لسګونو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

غزني؛ په ارزو او دیک کې لسګونو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د غزني ولایت مرکز اړوند آرزو او د دهیک ولسوالۍ په شاګل خیلو سیمو کې د افغان ځواکونو په عملیاتي قطار باندې د طالبانو د کمین بریدنه ترسره شوي

دا قوه د غزني او پکتیکا تر منځ د طالبانو لخوا د افغان عسکرو پر مخ د تړل شوې لارې د خلاصولو لپاره په لاره وه، چې د طالبانو لخوا تر برید لاندې راغله او له شپاږ ورځو را هیسې د طالبانو تر بریدونو لاندې ګیر وه

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لیکي:
”په یادو شپږ ورځو کې يې هيڅ ډول پرمختګ نه لاره بلکې ځاي پرځای ولاړه وه، نه بیرته شاته تلای شوای اونه يې هم پرمختګ کولای شوای. خو تیره ورځ ناوخته او بیګا شپه يې هڅه وکړه چې بیرته شاته وتښتي، چې د مجاهدینو له کارنده ګوزارونو سره مخ شوه. د نښتې په جریان کې ۱۰ عسکر وژل شوي چې د ځينو جسدونه يې په سیمه کې پاتې دي، ۱۶ تنه ټپيان دي، ۴ هاموې ټانکونه يې په راکټي برید او انفجارونو کې له منځه تللي“

مجاهد لیکي، چې پاته عسکر په خورا سخته ویره او وارخطايي سره بیرته د غزني مرکز ته وتښتیدلي دي

د نوموړي په خبره، دغه نښته کې د دوی یو کس وژل شوی او دوه ژوبل شوي دي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *