د امریکا او ایران کشمکش – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

د امریکا او ایران کشمکش

څو ورځي کېږي چي د جهان توجه د امریکا او ایران تر منیځ زیاتېدونکي جنجال ور جلبه کړې ده. له هغه وخت راهیسي چي جمهورریس ټرمپ سپیني ماڼۍ ته ننوتلی دی، ایران د امریکا تر چړې لاندی دی. تېر کال، ټرمپ له ایران سره ذره وي موافقه لغوه کړه، ‌او ایران يې د همدې موافقې په تخلف او په سیمه کي په ورانکاري باندي متهم کړ. فقط څه وخت پخوا واشنګټن د ایران سپاه پاسداران په ترورستي لست کي شامل کړل.

د ټرمپ په اداره کي د ملي امنیت مشاور جان بولټن، د خارجه وزیر مایک پامپیو، د دفاع وزارت سرپرست وزیر شاناهان، او د ټرمپ زوم کوشنر د ایران سره د جنګ کولو سخت شوقیان دي. دغه راز په سیمه کي سعودي عربستان، اسرایل، مصر، او امارات هم د ایران ځپل غواړي، او امریکا پر شا ټکوي.

د نیویارک ټایمز په قول تېره اونۍ په سپینه ماڼۍ کي د امریکا د دفاع وزارت د ایران سره د جنګ لپاره د یو لک او شلو زرو امریکايي عسکرو د استولو تجویز وړاندي کړی وو. همدااوس، امریکا خلیج ته خپلي جنګي بېړۍ استولي دي. د امریکا خارجه وزارت نن په عراق کي خپلو ټولو غیر عاجلو کارکونکو ته امر وکړ چي له عراقه راووزي.

ښاغلی پامپیو د اروپا په سفر وتلی دی، خو په روسیې او نورو اروپايي هیوادونو کي يې سوړ هرکلی سوی دی. ځکه زیاتره اروپايي ملکونه د ایران سره د جنګ مخالف دي. هغوی وايي چي ایران د ذره وي موافقې څخه تخلف نه دی کړی.

البته موږ پوهېږو چي ایران د امریکا سره د عراق او افغانستان په نیولو کي پوره همکاري وکړه، ځکه ایران د صدام حسین او طالبانو په راپرځولو کي خپلي ملي ګټي لېدلې.

اوس سوال دا دی چي که چیري د امریکا او ایران جنګ پېښ سي، افغانان باید څه وکړي؟ د چا طرفداري وکړي؟ طالبان به د چا خوا ونیسي؟

پدې کشاله کي د افغان ولس ملي ګټي څه ایجابوي؟ ایا د دوو حریفانو جنګ زموږ په خیر دی؟ که بې طرفي ښه پالیسي ده؟

ستاسو نظر پدې برخه کي څه دی؟

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *