د هرات امنیه قمنداني: د دسمال او پټو په وسیله د سر او بدن پټول منع دي – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

د هرات امنیه قمنداني: د دسمال او پټو په وسیله د سر او بدن پټول منع دي

د هرات امنیه قمندانۍ اعلان کړی، چې د سر او بدن پټول په دسمال او پټو سره په عامه ځایونو کې بند دي.

د هرات امنیه قمندانۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د اعلامیې د خپریدو د تاریخ سره سم د دسمال او پټو په وسیله د سر او بدن پټول په کلکه منع دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د دسمال او پټو په وسیله د سر او بدن پټول د ښاریانو تر منځ د ویرې او ترهې اچولو لامل ګرځي او له بل پلوه د پولیسو تحقیقات هم ښایي کوم کسان چې د جنایي جرمونو ترسره کوونکي دي، خپل سر او بدن یې پوښل شوی وي او بل دا چې دوی په موټر سایکل باندې دوه یا درې تنه تګ راتګ کوي.

اعلامیه زیاتوي چې له دې امله د دسمال او پټو په وسیله د سر او بدن پټول په کلکه منع دي او د هرات ټول پرسونل ته هدایت کوو، چې د دې کار څخه له سر غړونکو کسانو سره قاطع او جدي چلند وکړي.

در یادوو چې د هرات د پولیسو د غونډې له اولې ورځې څخه را پدې خوا تر سلو پورې کسان د هرات په مختلفو سیمو کې د جنایي جرمونو په تور نیول شوي او د هرات امنیه قمندانۍ ته راوړل شوي، خو دا چې هغه کسان بایموټرک شوي نه وو؛ نو ځکه پرې جرمونه ندي ثابت شوي او د ضمانت په نتیجه کې بیرته خوشي شوي دي.

الیاس الماس

ټگونه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *