ډېنیل ډویس: د افغان جنګ په دایمي ستراتیژیکي ماتي بدل سوی دی – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

ډېنیل ډویس: د افغان جنګ په دایمي ستراتیژیکي ماتي بدل سوی دی

ښاغلی ډویس د مې پر ۱۰ لیکي دا څرګند واقعیت دی چي د افغانستان جنګ په یوې دایمي ستراتیژیکي ناکامۍ باندي بدل سوی دی. د عامه افکارو یوه تازه سروې وايي چي د متقاعدو امریکايي عسکرو ۶۰ ٪ فیصده له افغانستانه د پای پاکه راوتلو مطالبه کوي.

لیکوال کاږي بوش او اوباما موږ په یوه داسي دایمي جنګ کي ښکېل کړي یو چي هیڅ د کامیابۍ چانس نه لري، ځکه موږ به هیڅکله پدې قادر نه سو چي افغانستان په خپل ځان بسیا کړو.

ډویس ادامه ورکوي او لیکي لا تر اوسه سمه معلومه نده چي ټرمپ په افغانستان کي کومه ستراتیژي تقعیبوي. ټرمپ د افغانستان د جنګ د ختمولو لپاره خلیلزاد مقرره کړی دی، خو تر اوسه لا دا څرګنده نده چي خبري به کامیابه سي او کنه. د افغان حکومت لدې خبرو څخه ناخوښ دی، ځکه له مذاکراتو څخه ناخبره او لیري ساتل سوی دی.

لیکوال په آخر کي کاږي زه په تمامه معنی د دپلوماتیکو هلو ځلو طرفدار یم، خو دپلوماسي هله نتیجه ورکوي چي اهداف يې عملي او ریالیسټک کوي، او د قضیې د ټولو خواوو لپاره څه په کښې وي. خو د افغان د سولي اوسني مذاکرات دا شی نه لري.

د امریکا ګټي دا نه ایجابوي چي په یوه داسي نظامي عملیاتو کي ځان لتاړ کړي چي د کامیابۍ هیڅ پوټنشل و نه لري. ځکه داسي یوه معامله زموږ ستراتیژیکي خسارات لا را زیاتوي. نو لهذا، ټرمپ ته پکار ده چي د افغان دایمي ناکامي سټاپ کړي. جنګ ختم کړي. او زموږ عسکر راوباسي.

د افغانستان په سوله کي د ازبکستان نقش زیاتېږي

که څه هم ازبکستان د افغانستان یو وړ ګاونډی دی، خو د افغان کشالې په فیصله کولو کي ستر رول لوبوي. په ۲۰۱۸ کي، ازبکستان د افغانستان د سولي لپاره یو کانفرانس دایر کړ. پدې مجلس کي د افغانستان، ایران، پاکستان، متحده ایالاتو، او روسیې استازو ګډون کړی وو، او د «تاشکند قطعنامه» يې لاسلیک کړه.

ښاغلی روپورټ سټون د مې پر ۸ لیکي په ۲۰۱۸ کي د طالبانو یو مهم هیات تاشکند ته ولاړ، او هلته يې په اغلب ګومان په افغانستان کي د زیربنايي پروژو د امنیت تر څنګ د طالبانو لپاره په تاشکند کي د یو دفتر پر خلاصولو باندي هم خبري وکړې. په ۲۰۱۹ کي، د ازبکستان خارجه وزیر عبدالعزیز کاملوف قطر ته سفر وکړ، او هلته يې د خلیلزاد په شمول د ملا عبدالغني برادر سره هم ملاقات وکړ.

ښاغلی سټون کاږي ازبکستان اندېښمن دی چي د افغانستان بې ثباتي به له سرحده ور واړي، ځکه ازبک افراطیان د داعش سره یو ځای سوي دي. د تروریزم د خطر تر څنګ، ازبکستان د مخدره موادو د قاچاق په اړه هم تشویش لري، ځکه د افغانستان مخدره مواد د مرکزي اسیا له لاري اروپا ته قاچاقېږي.

بلخوا، ازبکستان په افغانستان کي د برق او ریل خط تر څنګ تجارتي ګټي هم لري. ازبکستان غواړي چي له حیرتانه د ریل خط هرات ته وغزوي، او لدې لاري د ایران سره وصل سي. ازبکستان غواړي چي د طالبانو سره خپل روابط پراخ کړي، ځکه د ازبکستان د پروژو لپاره د طالبانو همکاري حیاتي ده.

د ازبکستان او امریکا روابط مخ پر پراخېدو دي. البته دا څرګنده خبره ده چي واشنګټن به په ازبکستان کي د روسیې او چین ځای ژر ډک نه کړي، ځکه ازبکستان نه غواړي چي روسان او یا هم چینایان وباسي، بلکي غواړي چي د ګڼو ملکونو سره ښه روابط ولري.

لیکوال وايي واشنګټن غواړي چي ازبکستان په افغانستان کي هم اقتصادي او هم د سولي په برخه کي مهم رول لوبوي. ځکه واشنګټن پوهېږي چي د افغانستان د سولي پروسه به د ګاونډیانو له همکارۍ پرته له زیاتو مشکلاتو سره مخامخ وي. بلخوا، که چیري پاکستان پر امریکا باندي خپلي اکمالاتي لاري بیا بندي کړي، واشنګټن به د مرکزي اسیا له لاري خپل اکمالات کوي.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *