د قطر د وروستیو مذاکراتو په اړه د خلیلزاد، شاهین، او سلطان برکات نوي ټویټونه – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

د قطر د وروستیو مذاکراتو په اړه د خلیلزاد، شاهین، او سلطان برکات نوي ټویټونه

موږ په قطر کي د خبرو یو بل روانډ ختم کړ. موږ د افغان د کشالې او جنګ د ختمولو اړه په مختلفو ساحو کي دوامداره مګر سوکه پرمختګ وکړ. موږ د سولي د موافقې جزییاتو ته ور ننوتلي یو. لکه څنګه چي ټول پوهېږي چي عموما مشکلات په جزییاتو کي وي.

خو ښکاره خبره دا ده چي د خبرو اوسنی سرعت او پرمختګ کافي نه دی، ځکه چي په افغانستان کي تشدد او مرګ ژوبله روانه ده، او بې ګناه خلګ مري. نو لهذا، موږ زیات او ګړندي پرمختګ ته ضرورت لرو. د دې شخړي ټولو طرفونو ته د تشدد د راکمولو په برخه کي زموږ وړاندیز لا اوس هم پر مېز باندي پروت دی.

پروفسور برکات:

د طالبانو او متحده ایالاتو تر مینځ د خبرو اوسنی روانډ نن ختم سو. د دواړو خواوو تر مینځ فاصله رانژدې سوې ده، او باقي پاته مسایل به د مذاکراتو په آینده روانډ کي بحث باندي وسي. د افغان کشالې ټول طرفونه دېته ژمن دي چي دا ۱۸ کلن جنګ ختم
کړي.

سهېل شاهین:

نن په دوحه کي د افغانستان د اسلامي امارت او امریکې تر مینځ د خبرو شپږم پړاو خبري پای ته ورسېد. پدې پړاو کي په تیر پړاو کي په ترتیب شوې مسودې بحث وشو او په ځینو نقطو پرمختګ حاصل شو. په نورو نقطو به په راتلونکي پړاو کي خبري کېږي.

دواړه لوري به په اړوندو موضوعاتو غور او مشورې کوي، او د راتلونکي پړاو لپاره به آمادګي نیسي. په مجموع کي، دا پړاو مثبت و. دواړو خواوو د یو بل خبري په توجه او حوصلې سره واورېدی.

پدې پړاو کي په یو لړ موضوعاتو بحث وشو او حل شول. په پاته نورو موضوعاتو به په راتلونکي غونډه کي بحث کېږي. اِن شاالله.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *