شاهد افریدي: خپلو لورانو ته اجازه نه ورکوم، چې بهر لوبې وکړي – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه لوبې او روغتيا

شاهد افریدي: خپلو لورانو ته اجازه نه ورکوم، چې بهر لوبې وکړي

د کرکټ په نړۍ کې مشهور ستوري او د پاکستان د ملي لوبډلې پخوانی کپتان ”شاهد افریدي“ ویلي، چې خپلو لورانو ته به اجازه ورنکړي چې له کوره د باندې د خلکو په مخ کې لوبې وکړي

شاهد افریدي د خپل ژوند په اړه ( لوبه بدلونکی) په نوم کتاب لیکلی دی

نوموړي د خپلو لوڼو په اړه دا خبر په دې کتاب کې کړې ده

ده ویلي، چې زما لورانې په لوبو کې تکړه هم دي خو په وینا یې چې د ښځو د حقوقو غوښتونکي که هرڅو چیغي وکړی، دی به خپلې لوڼې د لوبو لپاره بهر پرینږدي

شاهد افریدي وایي، زما میرمن هم په دې کې راسره موافقه ده

شاهد افریدي د دې پریکړې لامل داسې بیان کړی: ” د ځینو کلتوري او مذهبي دلائلو په بنیاد ما پریکړه وکړه چې زما لوڼې به د کوره بهر په لوبو کې برخه نه اخلي. په دې کې زما میرمن هم له ما سره همنظره ده“

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *