جوزف ډنفورډ: ترڅو چې په افغانستان کې یاغیان وي، موږ به هلته وو – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

جوزف ډنفورډ: ترڅو چې په افغانستان کې یاغیان وي، موږ به هلته وو

د امریکایي ځواکونو لوی درستیز جنرال ”جوزف ډنفورډ“ په یوه تازه وینا کې ویلي، چې تر څو پورې په افغانستان کې یاغيګیري موجوده وي، تر هغو پورې زمونږ ځواکونو ته هلته د اوسیدو ضرورت شته

د ډنفورډ له دې څرګندونو داسې معلومیږي، چې امریکا اوس هم د خپل عادت له مخې د سولې په خبرو کې دوه مخي کوي

جوزف دا خبرې داسې مهال کړي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد په دوحه کې د تیرو څو ورځو راهیسې له وسلوالو طالبانو سره د سولې په خبرو اترو بوخت دی

د دوحې د ورستیو خبرو په هکله دواړه لوري طالبان او امریکا خوشبیني ښیي او دواړه لوري ادعا کوي چې خبرې ښې پرمخ روانې دي

په دې ورستیو کې داسې راپورونه هم ورکړل شول چې امریکا او طالبان د سند د امضاء لپاره اوس یوازې په دې سره خلاف دي، چې امریکا غواړي سند د طالبانو د تحریک په نوم امضاء کړي خو طالبان بیا دا نه ورسره مني او وایي چې د سولې سند به د اسلامي امارت په نوم امضاء کیږي

خو اوس تازه د جوزف ډنفورډ خبرو دا باورونه زیات کړي، چې امریکایان غواړي په افغانستان کې پاتې شي

په دې ورستیو کې خلیلزاد او طالبانو د ټویټر له لارې هم یو بل ته سخت ځوابونه ورکړل چې خلیلزاد لیکلي وو د جنګ دواړه خواوې دې د سولې په خاطر وسلې پر ځمکه کیږي خو د طالبانو ویاند یې په غبرګون کې لیکلي وو چې امریکا دې هیڅ کله له طالبانو د وسلې کیښودلو فکر نه کوي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *