سهیل شاهین: پرمختګ شوی، خبرې به نن هم دوام وکړي – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

سهیل شاهین: پرمختګ شوی، خبرې به نن هم دوام وکړي

د شپږم پړاو خبرو اوومه ورځ ده، چې د افغانستان د قضیې په سیاسي حل امریکایي او طالب مرکچیان په خبرو سره بوخت دي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، چې په خبرو کې پرمختګ شوی او لا هم دوام لري

”‏سبا ته به هم مذاكرات دوام وكري. مذاكرات په مثبت لوري روان دي. یو څه پرمختګ شوی خو د نهایي موافقې لپاره لا نورو مذاکراتو ته ارتیا ده.“

ویل کیږي دواړه لوري هوکړې ته سره نږدې شوي دي

امریکا به له هیواده خپل ځواکونه وباسي او طالبان به په دې ټکي موافقه ورسره کوي، چې د افغانستان خاوره به د چا په ضد نه استعمالیږي

ویل کیږي امریکا غواړي هوکړه لیک د ”طالبانو د تحریک“ په نوم لاسلیک کړي خو طالبان د ”اسلامي امارت“ تر نامه نه ورتیریږي

په روژه کې دواړه لوري د سهار په لسو بجو د خبرو میز ته حاضریږي، او ماسپښین په ۳ بجې خبرې ختمیږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې د زلمي خلیلزاد شپږم سفر به د مې میاشتې تر ۱۱مې نیټې پورې دوام وکړي

مالومه نه ده، چې طالب او امریکایي استازي به شپږم پړاو خبرې تر کومې نیټې پورې وغځوي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *