د کاونټر پارټ په دفتر برید؛ وسلوالو طالبان د زیاتو تلفاتو ادعا کوي – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

د کاونټر پارټ په دفتر برید؛ وسلوالو طالبان د زیاتو تلفاتو ادعا کوي

نن غرمه د کابل ښار په شهر نو سیمه کې د امریکا د ”usaid“ د ادارې مربوط په یو خفیه مرکز کاونټر پارت د وسلوالو طالبانو له لوري برید وشو

یاد برید چې شپږ ساعته یې دوام درلود، ګڼ شمیر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده

د کورنیو چارو وزارت ویاند ”نصرت رحیمي“ رسنیو ته ویلي، چې په یاد برید کې د یوې زنانه په شمول پنځه تنه وژل شوي او د یو بهرني په شمول ۲۴ تنه پکې ټپیان دي

وسلوالو طالبانو له برید لږ وروسته د پېښې مسؤلیت ومانه

د وسلوالو طالبانو ویاند تازه رسنیو ته په لیږل شوي خبر کې ویلي، چې په دغه برید کې یې لسګونه کورنیو او ۴۰ بهرنیو اتباعو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې برید ددوی ۳ تنو ملګرو (حمزه د پروان، حذیفه د کنړ او حافظ محمد د کندهار) ولایت د اوسیدونکو له خوا ترسره شو

مجاهد وایي، چې یاد مرکز له ډيرې مودې راهیسې د دوی د کشفي ادارې تر څار او تعقیب لاندې وو او په وینا یې چې دلته به له ۴۰ څخه تر ۵۰ پورې بهرنيو روزونکو د کابل ادارې امنیتي ارګانونو او نورو غړوته په افغانستان کې د امریکا د موخو د تطبیق روزنه ورکول کیده او په یاد ځای کې لسګونه کورني اتباع هم اوسیدل.

طالب ویاند زیاته کړې، چې د کاونټرپارټ په نامه دغې امریکايي شبکې په ۲۰۱۳ م کال کې فعالیت پیل کړ او د هرو ۵ کلونو د پلانونو د تطبیق لپاره د امریکا د (USAID) لخوا ۷۰ میلونه ډالر بودیجه ورکول کیده چې په افغانستان کې يې د امریکا د ”اشغالګرانه“ موخو لپاره کار کاوه.

مجاهد ویلي، چې په دغه شبکه کې د ”کابل ادارې له مشر اشرف غني“ رانیولي تر ټيټ پوړو چارواکو پورې ټولو ونډه درلوده او خپلې خپلې برنامې يې له دې لارې تطبیقولې، همدا راز د کابل ادارې په انتخاباتي پروسو کې يې هم فعاله برخه اخیسته.

د نوموړي په وینا دغې شبکې د افغان دولت ادارې عسکرو ته د هغوی په اصطلاح د ظرفیتونو د لوړیدو په برخه کې زده کړې ورکولې چې د امریکايي ځواکونو پرځای کورني عسکر هم د امریکایي عسکرو په څير وحشت، ظلم، وژنې، د اسلامي مقدساتو سره دښمني، د مسجد، مدرسې، ملا او دیني عالم سره کرکه او نفرت ولري او په وړاندې يې له خورا قساوت څخه کار واخلي

مجاهد زیاته کړې چې د افغان دولت په استخباراتي چوکاټ کې د صفریک، صفردو او نور ځواکونه د همدا ډول شبکو د فعالیت نتیجه ده.

ذبیح الله مجاهد همداراز ویلي، چې دغې شبکې له ”کابل ادارې“ سره د ښځو او نارینه وو ترمنځ د مختلط نظام د تشویق لپاره هم ډير کار کړی چې له امله يې د اشغال په اتلس کلنه دوره کې په ښاري او د کابل ادارې تر تسلط لاندې ساحو کې پراخ اخلاقي فساد، له اسلامي ارزښتونو سره دښمني او حتی په ځینو مواردو کې له اسلام څخه عدول او په اسلامي قوانینو نیوکې د همدې شبکې د شاګردانو دنده ده.

دی وایي، همدا راز یاده شبکه د امریکايي (USAID) په مالي مرسته د افغان انجیل په نامه برنامه هم تر لاس لاندې لري چې زموږ د ټولنې په انحراف او بې دینۍ کې ورڅخه کار اخلي

طالب ویاند ګواښ کړی چې که امریکا او ورسره همکار افغان دولت يې له خپلو شومو کړنو، اسلام ضد پروګرامونو څخه را ونه ګرځي دوی به يې په خورا محفوظو ځالو کې له منځه یوسي

یاد برید په کابل کې د امریکا سفارت او د افغان ولسمشر په ګډون ګڼو داخلي او خارجي نهادونو غندلی دی

دغه برید داسې مهال تر سره شو چې بل لور ته د امریکا او وسلوالو طالبانو تر منځ په دوحه کې د افغان سولې خبرې تر ټولو حساس پړاو ته رسیدلي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *