پکتیا: د نشیي توکو د استعمال له امله پنځه تنه ځوانان مړه شوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه لوبې او روغتيا

پکتیا: د نشیي توکو د استعمال له امله پنځه تنه ځوانان مړه شوي

د پکتیا ولایت څخه راپورونه وایي، چې په دغه ولایت کې د نشه یي توکو له امله پنځه تنو ژوند له لاسه ورکړی دی

د ښرنې د روغتیایي مرکز مشر امریکا غږ ته ویلي، چې چې په تیره یوه اونۍ کې پنځه تنه چې زیات الکولي مشروبات یې استعمال کړي وو، دوی ته په مسموم حالت کې وروړل شوي دي

د نوموړي په خبره چې سره له ټولو لازمي کړنو بیا هم دوی ونه توانیدل، چې یاد کسان وژغوري او بلاخر یې ژوند له لاسه ورکړ

د پکتیا مدني فعالان له دولت څخه غواړي، چې د ځوانانو د ژغورنې په خاطر د نشه یي توکو په استعمال بندیز ولګوي تر څو د ځوانانو ژوند خوندي شي

په افغانستان کې د امریکا له راتګ وروسته په سلګونه زره کسان په نشه یي توکو اخته شوي، چې د زیاتو کسانو ژوند یې اخیستی

حکومت یې پروړاندې کوم جدي اقدام نه دی کړی

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *