مجاهد: کابل کې د کاونټرپارټ په نامه امریکایي شبکې باندې یې برید پیل کړی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

مجاهد: کابل کې د کاونټرپارټ په نامه امریکایي شبکې باندې یې برید پیل کړی

وسله والو طالبانو نن چهار شنبه ورځ د کابل په نوي ښار اړوند سیمه کې پر امریکایي شبکې برید کړی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی، چې د کابل په نوي ښار اړوند سیمه کې دکاونټرپارټ په نامه امریکايي شبکه یې د بریدګرو لخوا تر برید لاندې را وستې ده

مجاهد وایي دا شبکه په هیواد کې په مختلفو غربي تخریبي فعالیتونو کې ونډه لري

پر دغه ځای باندې د وسله والو طالبانو لخوا مرګوني ګوزارونه روان دي

طالب ویاند مالومات ورکوي، چې نوموړې مؤسسه د امریکايي USAID ادارې لخوا رامنځته شوې ده

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *