د لوګر د علماؤ د شورا مرستیال مولوي امیرجان د ناپیژاندو کسانو په برید کې وژل شوی – افغان وطن ویبپاڼه
افغانستان خبرونه

د لوګر د علماؤ د شورا مرستیال مولوي امیرجان د ناپیژاندو کسانو په برید کې وژل شوی

د لوګر ولایت څخه تازه راپورونه وایي، چې بیګا ماخوستن د لوګر ولایت د علماؤ د شورا مرستیال او د مرکز پل علم د جامع مسجد خطیب مولوي ”امیرجان“ د نامعلومو وسلوالو په برید کې وژل شوی دی

د لوګر ولایت والي محمد ”انورخان اسحاقزي“ د نوموړي د وژل کیدو د پخلي ترڅنګ د هغه پر وژلو خفګان څرګند کړی دی

بل لورته د یاد ولایت د امنیه قومنداني ویاند ”شاپور احمدزي“ ویلي، چې په مولوي ”امیرجان“ باندې ماخوستن ناپیژاندو وسلوالو برید کړی او بریدګر له پیښې وروسته تښتیدلي دي

دا برید په داسې حال کې تر سره شوی چې په دې وروستیو کې د هیواد په مختلفو سیمو کې د دیني علماو وژنو زور اخیستی دی

څو ورځې مخکې په ننګرهار کې هم یو تن دیني عالم د ناپیژاندو کسانو له لوري وژل شوی وو

تر اوسه د مولوي امیرجان د وژلو مسؤلیت چا نه دی منلی

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *