امریکا او ایران ښکر په ښکر – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

امریکا او ایران ښکر په ښکر

سپینې مانۍ ته د ولسمشر ټرمپ له ورتګ وروسته د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې د تاوتریخوالي په خوا خوځیدلې دي

ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړیو کې په ایران د بندیزونو خبره راپورته کړه او دا هیواد یې له ځینو فشارونو سره مخ کړ

په دې وروستیو کې یو ځل بیا امریکا او ایران وروسته له هغه ښکر په ښکر چې امریکا د ایران انقلابي ځواک ”سپاه پاسداران“ په تور لیست کې شامل او دا یې یوه ترهګره ډله وبلله

ایران د امریکا د دې ګام په ضد کې سخت غبرګون وښود او د امریکا دا کار یې غیر قانوني وګاڼه

ټرمپ له دې اقدام وروسته په ایران د تیلو د صادراتو پخوانۍ خبره بیا راپورته کړه او ویې ویل چې د تیرې مې میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته ایران نشي کولای چې په چین، ترکیه، هند، جاپان او جنوبي کوریا خپل تیل وپلوري

ایراني چارواکو د امریکا لخوا د دوی په تیلو د بندیزونو خبره بابېزه وګڼله او ویې ویل چې دا فشارونه به په ایران هېڅ اغیز ونکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل، چې ایران به د خپلو تیلو صادراتو ته همداسې ادامه ورکړي او په ټکو یې چې دوی کولای شي خپلو تیلو ته هر رنګه بازار پیدا کړي

تیره ورځ د امریګا د ملي امنیت سلاکار ”جان بولټن“ ویلي وو، چې د ایران په خلاف به منځني ختیځ ته د جنګي الوتکو انتقالوونکې ”uss abraham lincoln“ بیړۍ ولیږي

بولټن ویلي وو، چې امریکا له ایران سره جنګ کول نه غواړي خو په وینا یې چې د ایران لخوا د برید کولو په صورت کې د سخت ځواب لپاره اماده دي

ایران هم وایي، چې ډونالډ ټرمپ له ایران سره د جګړې کولو تلوسه نلري خو د جان بولټن او د اسرائیلو د لومړي وزیر په خوله ټرمپ د ایران په ضد هر څه ته تیار دی

اوس تازه د امریکا د دفاع وزارت سرپرست وزیر په خپل ټویټر لیکلي، که امریکایي ځواکونو او یا هم د امریکا ګټو ته کوم تاوان پیښ شو، ایران به له ګرېوانه راونیسي

ایراني مقاماتو د امریکا د وروستیو څرګندونو په اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *