د سولې عالي شورا: دولت او طالبان دې د بندیانو د تبادلې لپاره ګډ کمیسیون جوړ کړي – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

د سولې عالي شورا: دولت او طالبان دې د بندیانو د تبادلې لپاره ګډ کمیسیون جوړ کړي

د افغانستان د سولې عالي شورا له دولت او وسلوالو طالبانو غوښتنه کړې، چې د دواړو لوریو د بندیانو د تبادلې لپاره دې ګډ کمیسیون وټاکي

یادې شورا له خلکو هم غوښتي چې په ولسوالیو او اطرافو کې دې د سولې لپاره لاس په کار شي

د سولې عالي شورا ویلي، چې دواړه لوري دې د روژي په خاطر اوربند وکړي او د افغانانو غږ دې واوري

د سولې عالي شورا چې له تیرو څو کلونو راهیسې د سولې په نوم ناکامې هڅې کوي، تل له طالبانو د اوربند او سولې غوښتنې کوي خو د افغان ځواکونو او بهرنیانو په عملیاتو تر ډیره پټه خوله دي

څو ورځې مخکې ولسمشر غني د روژې په مناسبت د ۱۷۵ تنو طالب بندیانو د خلاصون ژمنه وکړه خو لویې څارنوالي یې په اړه ویلي چې دوی ته په دې اړه تر اوسه کوم پیغام نه دی رسیدلی

بل لور ته وسلوالو طالبانو د بندیانو د خلاصون په اړه ویلي، چې دوی د ولسمشر غني د پیغام منندوی ځکه نه دي چې ولسمشر هغه بندیان خلاصوي د کومو چې د زندان مودې پخوا لا پوره شوي دي

طالبانو ویلي، چې دوی په وار وار د حکومت بندیان ورته ازاد کړي، چې وروستۍ ډله یې په کندوز کې د روژې د رارسیدو په مناسبت ازاده شوه

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *