له یوې ورځنۍ وقفې وروسته نن بیا خبرې پیلیږي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

له یوې ورځنۍ وقفې وروسته نن بیا خبرې پیلیږي

د قطر په دوحه کې له څو ورځو راهیسې د طالب او امریکایي مرکچیانو ترمنځ شپږم پړاو خبرې روانې دي

دا خبرې تیره ورځ د روژې مبارکې د لومړۍ ورځې په مناسبت درېدلې وې چې نن به بیرته پیل شي

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر لیکلي: ”په روژه کې به د طالبانو او امریکایانو تر منځ خبرې د سهار له لسو بجو څخه بیا د ماسپښين تر دریو بجو پورې وي.“

خلیلزاد د دې وقفې په حالت کې هند ته تللی او هلته د هغه هیواد له بهرنیو چارو وزیرې سره د افغان سولې په روانو حالاتو غږیدلی دی

په شپږم پړاو خبرو کې طالب او امریکایي استازي هوکړو ته سره نږدې شوي او ویل کیږي چې دا ځل به یوه نتیجه لاس ته راشي

ښایي دواړه لوري له هیواده د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د افغانستان خاوره د نورو په ضد نه استعمالولو باندې موافقې ته سره ورسیږي

ځیني راپورونه وایي، چې خبرې د لاسلیک په وخت کې یوه نوم غځولي دي

طالبان وایي، چې په هوکړه لیک کې باید ”د افغانستان اسلامي امارت“ ولیکل شي خو امریکا د طالبانو په تحریک ټینګار کوي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *