چین د څلور سوه هغو افغان ماشومانو درملنه کوي چې زړونه یې سوري دي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه لوبې او روغتيا

چین د څلور سوه هغو افغان ماشومانو درملنه کوي چې زړونه یې سوري دي

د چین هیواد د سره صلیب کمیتي ژمنه کړې، چې په چین هیواد کې به د ۴۰۰ هغو افغان ماشومانو درملنه وکړي چې زړونه یې سوري دي

د چین هیواد د سره صلیب د کمیټې مشر ویلي، چې له دغو ۴۰۰ ماشومانو به ۱۵۰ سږکال او پاتې به په راتلونکو کلونو کې چین ته ددرملنې لپاره یوسي

تر دې وړاندې هم د چین هیواد د ۱۰۰ افغان ماشومانو درملنه کړې وه

دا مهال په افغانستان کې نیږدې ۱۶۰۰۰ هغه ماشومان ثبت شوي چې زړونه یې سوري دي

په افغانستان کې د سره صلیب د کمیټې مشره “حسن بانو غضنفر“ ویلي، چې د زړه سوري ماشومانو شمیر په افغانستان کې تر هغې زیات دی کوم چې رجسټر شوي دي

د چین هیواد غواړي چې په افغانستان کې دننه هم د داسې هسپتالونو په رغونه او تمویل کې مرسته وکړي، چې د داسې ماشومانو علاج تر سره کړي

افغانان چې زیاتره د پیسو له نشتون څخه شکایت لري د داسې ماشومانو علاج ته مخه نه ویني؛ ځکه چې ددغو ماشومانو په علاج زیات مصرف راځي

دا مهال افغانان اکثره مریضان د تداوي په موخه هندوستان او پاکستان ته وړي، چې له زیاتو ستونزو سره مخ کیږي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *