د سره صلیب ادارې مرستیال له ملا برادر سره ملاقات کړی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

د سره صلیب ادارې مرستیال له ملا برادر سره ملاقات کړی

د سره صلیب نړیوالې ادارې مرستیال مشر جیل کاربونیر په دوحه کې د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر اخند سره په دوحه کې کتلي دي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چې د سره صلیب مرستیال مشر دوحې ته د ملا برادر اخوند سره د ملاقات لپاره ورغلی دی

د شاهین په وینا پرون یکشنبه دواړو په خپل مینځ کې د افغانستان په حالاتو د نظر تبادله وکړه او زیاته یې کړه، چې افغانستان دا مهال تر ټولو زیات بشري مرستو ته اړتیا لري او باید زیاته توجه ورته وشي

د سره صلیب مشر په داسې حال کې د طالبانو د مشر له سیاسي مرستیال ملا برادر اخند سره لیدلي چې په دې ورستیو کې له طالبانو سره د نړۍ د مختلفو هیوادونو مشرانو لیده کاته پیل کړي او له طالبانو سره د نظر د تبادلې لپاره قطر هیواد ته سفرونه کوي

څو ورځې مخکې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې هم له ملا برادر اخند سره د ملاقات لپاره دوحې ته سفر کړی وو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *