امریکایانو په فراه او نیمروز کې پراخ بمبار پیل کړی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

امریکایانو په فراه او نیمروز کې پراخ بمبار پیل کړی

له فراه ولایت څخه تازه راپورونه وایي، چې ګډو ځواکونو ددې ولایت په بکوا ولسوالۍ کې مسلسل بمبار پیل کړی دی

راپورونه وایي، چې یاد بمبار د نن غرمې یولس بجې او ۲۰ دقیقې پیل شوی او تر اوسه لا دوام لري

یاد بمبار د بکوا ولسوالۍ له اشکین، پلوشې څخه نیولې او تر سپین کاریز سیمې پورې د ملکي خلکو په کلیو او باغونو جریان لري چې خلکو ته یې زیات مالي او ځاني تلفات اړولي دي

تر دې دمه بمبارد جریان لري او له امله یې د تلفاتو کره شمیر نه معلومیږي

همدا راز د نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ د شاګیو او دوراهي تر سیمو پورې یاده بمباري پراخه شوې ده

افغان دولت او بهرنیو ځواکونو تر اوسه د یاد بمبار په اړه څه نه دي ویلي او د فراه دولتي چارواکو یې هم په اړه خاموشي غوره کړې ده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *