پاکستاني ځواکونو په خوست ولایت هوایي او ځمکني بریدونه کړي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

پاکستاني ځواکونو په خوست ولایت هوایي او ځمکني بریدونه کړي

د خوست ولایت چارواکو خبر ورکړی، چې پاکستاني ځواکونو په پوله کې پر افغان خاوره ځمکني او هوایي بریدونه کړي چې ۴ تنه غیر نظامیان پکې مړه شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي.

د خوست ولایت د امینه قومندانۍ ویاند “عادل حید” ویلي چې تیره شپه ۹ بجې پاکستاني ځواکونو په سورکوټ، پخه میله او افغان دبی سیمو باندې هوایي بریدونه کړي چې ۴ تنه پکې وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي او تر شلو پورې کورونه او تر شلو زیات د ملکې خلکو موټرونه هم له منځ تللي دي.

په عین وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت معین ”خوشال سعادت“ په شمول یو هیئت د یادې پیښې د څیړلو لپاره خوست ته رسیدلی دی.

له بل پلوه پاکستاني مقاماتو ویلي، چې تیره شپه د شمالي وزیرستان سره تر څنګ په پوله کې تر ۷ تنو پورې کسانو د دوی په پوستو حمله کړي، چې دری پاکستاني عسکر پکې وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.

پاکستاني مقاماتو په خپله اعلامیه کې منلې، چې د دوی ځواکونو په ځوابي برید کې تر حمله کونکو زیات کسان وژلي دي.

له یادې پیښې سره جوخت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان سفیر شارزدافیر له دې امله احضار کړی چې ولې پرې له افغان خاورې د دوی په پوستو حمله شوې ده.

الیاس الماس

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *