ګمان کیږي چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي افغانستان ته راوړل شوی وي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

ګمان کیږي چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي افغانستان ته راوړل شوی وي

ویل کیږي، چې یوې لویې الوتکې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي یوې با امنه سیمې ته انتقال کړی دی.

د عراق د کورنیو چارو پخواني وزیر ”باقر الذبیدي“ له السومریه تلویزون سره په خپلو خبرو کې د ابوبکر البغدي د هغه د راتلونکي حضور او د هغه د پلانونو په اړه ځینې معلومات افشا کړي دي.

هغه په خپله بیانیه کې ویلي، په سوریه کې د البغدادي اخرنۍ ویډیو ثبت شوې او د دوی لاس ته ورغلې ده

هغه زیاتوي، چې د ایساف لویې الوتکې راغلې چې ابوبکر البغدادي او د هغه ملګري یې له جګړې څخه یوې با امنه سیمې ته انتقال کړل، تر څو هغه پلانونه چې لوی قدرتونه یې د نورو هیوادنو د ګډوډ ولو لپاره لري بشپړ کړي.

الذبیدي څرګنده کړې، هغه کسان چې په الباغور او رقه سیمو کې د عملیاتو په مهال نیول شوي، له دوی څخه یې معلومات تر لاسه کړي چې داعش او هغه کوردي ځواکونه چې د “سوریې ډیموکرات کوند” په نامه یادیږي د امریکا په ملاتړ د ترکیې د نړولو لپاره په کار ګمارل شوي وو

هغه زیاتوي، په هغه عملیاتو کې چې د الباغور په سیمه کې روان وو، کله چې ځینو رسنیو د جګړې له ډګر څخه ښځې او ماشومان راویستل ابوبکر البغدادي او د هغه ملګري په هغه مهال په الوتکو کې وتښتول شول.

الذبیدي ویلي” زیات ګمان داسې کیږي چې ابوبکر البغدادي د افغانستان شمال ته وړل شوی وي؛ ځکه چې هلته هم په منځنۍ اسیا کې خپلې ډلې لري او یا شاید افریقا ته وړل شوی وي، تر څو د افریقا د پسرلي پلان د بشپړلو لپاره کار وکړي“

هغه ویلي، چې په لیبیا، الجزائر او سوډان کې چې کومې پیښې کیږي دا لومړي پلان وو، له دې وروسته به تونس، مراکش او ځینې افریقایي هیوادنه د دوی په پلان کې شمیر وي.

هیره دې نه وي، چې څه وخت وړاندې امریکا د داعش قومندانانو ته د ۵۰ زره ټنه سرو زرو په مقابل کې په امن سیمو کې پنا هم ورکړې وه.

الیاس الماس

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *