پنټاګون: افغان پیلوټانو ته نور په امریکا کې روزنه نه ورکوو – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه سيمه او نړۍ

پنټاګون: افغان پیلوټانو ته نور په امریکا کې روزنه نه ورکوو

د امریکا دفاع وزارت خبر ورکړی، چې نور به په امریکا کې افغان پیلوټانو ته روزنه ورنه کړي

پنټاګون ویلي، چې امریکا ته د روزنې لپاره راغلي افغان پیلوټان بیرته افغانستان ته له تګ څخه انکار کوي او په امریکا کې د پناه اخستو غوښتنه کوي

د پنټاګون په وینا چې له همدې امله نور د افغان پیلوټانو روزنه په امریکا کې نه کوي

پنټاګون وایي، د افغان پیلوټانو د روزنې ترتیب به له دې وروسته په افغانستان کې برابروي

دا لومړی ځل نه دی، بلکې څو ځله مخکې هم نورو هیوادونو ته د روزنې لپاره د تللو افغانانو په اړه همداسې راپورونه ورکړل شوي دي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *