وسلوالو طالبانو د مرکچي پلاوي مشر بدل کړی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

وسلوالو طالبانو د مرکچي پلاوي مشر بدل کړی

د راپورنو په اساس وسلوالو طالبانو د عباس ستانکزي پر ځای ملا محمد فاضل مظلوم ټاکلی دی

تر دې وړاندې ویل کیدل، چې ملا فاضل اخند د عباس ستانکزي مرستیال ټاکل شوی دی

د دې بدلون په اړه دا خبر وروسته له هغه ورکول کیږي، چې طالبانو د خپل مشر سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر ټاکلی دی

ملا فاضل اخند د وسلوالو طالبانو یو له مخکښو مشرانو څخه دی

نوموړی دطالبانو د حکومت پر مهال د ملي دفاع وزارت، د لوی درستیز په توګه دننده ترسره کوله.

وسلوالو طالبانو په رسمي توګه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *