مجاهد: خلیلزاد له ملا برادر اخند سره وکتل – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

مجاهد: خلیلزاد له ملا برادر اخند سره وکتل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د مذاکراتي ټیم مشر زلمي خلیلزاد د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره وکتل

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړ، چې په قطر کې د دواړو لورو په لیدنه کې د افغانستان د مسئلې د سوله ایز حل په مهمو اړخونو خبرې شوې دي

طالب ویاند لیکي:
”د اسلامي امارت سیاسي مرستیال څرګنده کړه:
دامهمه ده چې لومړی د تیرې ناستې د اجنډا دوه مهم ټکي( له افغانستان څخه د ټولو خارجي ځواکونو وتل او د نورو په ضرر د افغانستان د خاورې نه استعمالیدل) نهايي شي.دا به د مسئلې د نورو اړخونو حل ته لاره پرانیزي؛ خو له دې نه مخکې نورو خبرو ته نشو داخلیدای. مجلس کې فیصله وشوه چې خبرې به نن د چهارشنبې په ورځ پیلیږي او په نوموړو ټکیو به په تفصیل سره بحث کیږي، ترڅو د بهرنیو ځواکونو د وتلو په ګډون د ټولو موضوعاتو په اړه موافقه بشپړه شي.“

د یادونې وړ ده چې نن ورځ چهار شنبه په دوحه کې د خلیل زاد او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو شپږم پړاو پیل شو

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *